له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو له درې کلنۍ سره هممهاله، ځينې زدهکوونکې نجونې یوځل بیا یې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ځينو دغو نجونو له طلوعنیوز سره په خبرو اترو کې، د هېواد په پرمختګ کې د ښځو ونډه مهمه بللې او له اسلامي امارته یې غوښتي دي چې، هغوی ته د هلکانو په څېر د زدهکړو زمینه برابره کړي.
راضیه د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پر مهال د اووم ټولګي زدهکوونکې وه. سره له دې چې په دغو درېیو کلونو کې ښوونځي ته د تګ اجازه نهده ورکړل شوې؛ خو له زدهکړو سره یې علاقه نهده کمه شوې.
راضیه طلوعنیوز ته وايي:«ما په دغو درې کلونو کې مطالعه کوله. لکه تاریخ او جغرافیه مې مطالعه کوله چې، ډېره پوه شم. کهچېرې موږ ښوونځي ته ولاړ نهشو، زه نهشم کولای چې، خپلو هیلو ته ورسېږم.»
دولس کلنه افسانه بله هغه زدهکوونکې ده چې، د کور په کارونو سره خپله ورځ تېروي. دا وایي چې، په پام کې وه، سږکال اووم ټولګي ته ولاړه شي؛ خو اوس په کور ناسته ده. نوموړې زیاتوي چې، له شپږم ټولګي پورته نجونې هم د هلکانو په څېر حق لري چې زدهکړې وکړي.
افسانه زیاتوي:«باید ټولې نجونې زدهکړو ته دوام ورکړي. موږ د هلکانو په څېر حق لرو چې، ښوونځي ته ولاړې شو. کهچېرې نجونې نهوي، دغه هېواد هم نهشي کولای چې، پرمختګ وکړي.»
له نن څخه درې کاله مخکې، د ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۷ مه د اسلاميا مارت د پوهنې وزارت په هېواد کې د ښوونځيو د بیا پيل لپاره یوه اعلامیه خپره کړه چې، په هغه کې یوازې له هلکانو غوښتل شوي وو چې، خپلو درستونو ته حاضر شي او له شپږم ټولګي پورته د زدهکوونکو نجونو د برخلیک په اړه څه نهو راغلي.
ځینې نورې نجونې وایي غواړي چې، د هېواد په پرمختګ کې برخه ولري، نو له همدې امله له اسلامي امارته غواړي چې، د دوی لپاره د زدهکړې زمینه برابره کړي.
زدهکوونکې روبینا طلوعنیوز ته وویل:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، چې، نجونې د افغانستان په راتلونکي کې رول ولري او پرمختګ وکړي.»
که څه هم اسلامي امارت په دې وروستیو کې د نجونو د زدهکړو په تړاو څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې نجونو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو د هڅې خبره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه