د ملګرو ملتونو د سرمنشي درې میاشتنی راپور د «افغانستان وضعیت او پر نړۍوالې سولې او امنیت يې اغيزې» تر سرلیک لاندې دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان وضعیت په درې میاشتني راپور کې د امنیت، سیاست، بشري حقونو او د بشري همکاریو په اړه مسایل مطرح کړي دي.
په دغه راپور کې ادعا شوې چې د ۲۰۲۳ کال پرتله په افغانستان کې امنیتي پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوي دي؛ خو تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا راپور چې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما له لوري د افغانستان د وضعیت په تړاو چمتو شوی، بېلابېلو برخو لکه:
سیاسي پرمختګونو
امنیت
سیمه ییزو همکاريو
د بشري حقونو وضعیت
اقتصاد او بشري مرستو ته کتنه شوې ده.
په دغه راپور کې یوناما د می له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې د ۲۱۲۷ امنیتي پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی. د دغه بنسټ په وینا، امنیتي پېښې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د می له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې پورې، ملګرو ملتونو ۲۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي، چې د ۲۰۲۳ کال د ورته مودې پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي. ځمکنۍ شخړې تر ډېره په سویلي سیمو کې (۱۹پېښې) او سوېلي ختیځو سیمو کې (۷ پېښې) وې.
په راپور کې دغه راز په سیمه ییزو همکاریو کې د ګډون په موخه د اسلامي امارت د چارواکو بهرنیو سفرونو ته اشاره شوې ده.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون، په عام محضر کې افرادو ته سزا ورکول، د ماینونو له امله مرګ ژوبله او په خوست او پکتیا کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې د دغه راپور نورې برخې دي.
د سیاسي چارو شنونکي، احمد خان اندړ په دې اړه و ویل: «د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته موږ ټول په دې پوهېږو چې په افغانستان کې جګړه پایته رسېدلې ده. سراسري امنیت رامنځته شوی دی، خو څرګنده ده چې د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ سیاسي تعامل نشته. اسلامي امارت د نړۍ له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکي، عزیز معارج هم و ویل: «له پولو بهر د اسلامي امارت سفرونه لازم دي، ځکه د افغانانو د ستونزو د حل لپاره او هغوی ته ګټې رسېدو لپاره تعامل او اړیکې لازمې دي.»
تر دې مهاله اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امنیت شورا په ۲۷۲۷م پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي، چې هر درې میاشتې وروسته د افغانستان وضعیت په تړاو دې شورا ته راپور وړاندې کړي.
په دې اړه مو اندونه