د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ازبیکستان سفیر سره د مخه ښې په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ له هېوادونو سره مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال په دغې کتنه کې زیاته کړې چې، سرپرست حکومت پر خپلو ژمنو عمل کړی او هېچاته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«محترم مولوي صاحب عبدالکبیر زیاته کړه چې، افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل کړی او هېڅکله هم اجازه نهورکوي چې، د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته زیان ورسېږي، د محترم سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي چې، په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي.»
د حمدالله فطرت په خبره، د ازبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف په دې کتنه کې ویلي، ازبیکستاني چارواکي افغانستان سره د لا ډېرو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي.
بل خوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، امیر خان متقي په کابل کې د ازبیکستان له سفیر سره په لیدنه کې زیاته کړې چې، ازبیکستان ته د اسلامي امارت د سفیر له تللو سره به د دواړو هېوادونو اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې هکله څرګنده کړه:«په تاشکن کې د افغانستان د ډپيلوماټيک حضور د کچې لوړول، د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ وباله، د بهرنیو چارو وزیر وویل چې، تاشکن ته د افغانستان د اسلامي امارت د سفیر له تللو سره به، د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي ټینګار کوي چې، په هېواد کې د ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت باید د ازبیکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او مثبت تعامل ولري.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«حکومت هم باید له دولتونو سره تعامل ته لار هواره کړي او د تعامل ژبه پیدا کړي، دا یو ډېر مثبت ګام دی چې، دا کار وشي؛ خو دا د حکومت فریضه هم جوړېږي او له بشري پلوه د نورو بهرنیو هېوادونو مکلفیت جوړېږي چې، د افغانستان د ولس لپاره له اوسني حکومت سره تعامل وکړي»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«په لومړي ګام کې موږ باید د افغانستان له خلکو سره نېک تعامل ولرو او د افغانستان د خلکو غوښتنې پوره کړو او له هغې وروسته، حتا کهچېرې موږ نهوي غوښتي، د سیمې او نړۍ هېوادونه له موږ سره تعامل کوي.»
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ازبیکستان له سفیر سره په لیدنه کې زیاته کړې، سرپرست حکومت غواړي چې، په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي.
په دې اړه مو اندونه