Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت کوونکي: چمن د افغانستان د خاورې برخه ده

د چمن پرلت کوونکو په یوې غونډه کې ویلي چې، چمن د افغانستان خاوره ده او د پاکستان حکومت نه‌شي کولای چې، د افغانستان په خاوره کې خپل قوانین عملي کړي.

پرلت کوونکي د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تګ راتګ د دواړو لورو د اوسېدونکو حق کڼلی او ویلي یې دي چې، د پاکستان حکومت له لوري وضع شوي قوانین نه‌مني.
 
د دغو لاریونونو پر دوام دا ځل بلوچستان کې د ملتپالو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او استازو هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه غړی حيات‌الله اڅکزی وايي:«موږ په پاکستان کې نه یو ګډ شوي؛ بلکې پاکستان زموږ پر خاورې او وطن باندې جوړ شوی دی، نور د دوی دا ناروا پالیسۍ، پر ډيورنډ فرضي کرښې پاسپورټ دا نه‌منو، موږ له دوی سره یو ښه کار کړی دی چې، په قانون کې پر دې سیمې باندې هېڅ سند نشته.»

د چمن پرلت کوونکي خبرداری ورکوي، که د پاکستان حکومت د چمن - سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې محدودیت لرې نه‌کړي، په پراخو لاریونونو به لاس پوري کړي.

د ملتپالو سياسي ګوندونو استازی اصغر خان اڅکزی څرګندوي:«دا ټول ولس به د دې جعلي اسامبلۍ مخې ته راولوو چې، راشئ ولس دغه دی، که په تاسو کې غیرت او ننګ شته راووځئ او غږ یې واورئ، دا به ټول ورځوو. د دې سره که بیا هم خلکو په غوږو کې پنبې اېښې وي، زموږ ویناوې نه‌اورېدلې دا په یاد ولرئ، قسم په خدای په دې وطن باندې به هغه حشر ووینې چې، بیا به دنیا ورته حیرانه وي.»

د چمن پرلت غړی غوث‌الله هم وايي:«دوی ظالمانه پرېکړه کړې چې، دوی د پښتو بېلېدل غواړي د پښتو په منځ کې دېوالونه وهي.»

د چمن - سپین بولدک پر دروازه د پاسپورت او ویزې الزامي کېدو په غبرګون له یوه کال راهیسې پرلت روان دی؛ خو تر دا مهاله د پاکستان حکومت د پرلت کوونکو ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.

د دغو لاریونونو پر دوام دا ځل بلوچستان کې د ملتپالو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او استازو هم په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه