Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طاق ظفر؛ پغمان کې د افغانستان د تاریخ او کلتور انځور

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې طاق ظفر د غازي امان الله خان د دورې له تاریخي ابداتو دی. 

طاق ظفر د افغانستان د کلتور استازیتوب کوي او د کندهاري او کابلي معمارانو لخوا په اروپايي بڼه رغول شوی دی.

د پغمان اوسېدونکي، شفیع الله و ویل: « ویل یې، د افغانستان راتلونکي نسل لپاره تاریخي ابدات جوړ کړي، بیا یې مشورې وکړې او ویلي و، چې هر ولایت چې ډېر شهیدان لري، دغه بنسټ دې هماغه ولایت کې جوړ شي، د ولایتونو په کچه د کابل شهیدان ډېر وو او د ولسواليو په کچه بیا د پغمان شهیدان زیات وو، چې د امان الله په وخت کې یې طاق ظفر په پغمان کې جوړ کړ.»
.
اوس پوښتنه دا ده، چې دا تاریخي ابده ولې د طاق ظفر په نوم یادېږي؟

د پغمان اوسېدونکي محمد رحیم وایي: « طاق یوې نښې ته وایي او ظفر د بریا په معنا ده او دا د بریا یوه نښه ده.»

د پغمان ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي د طاق ظفر پر اهمیت ټینګار کوي او دا د هېواد یوه تاریخي ودانۍ ګڼي.

د پغمان اوسېدونکی نعمت الله وایي: « طاق ظفر د افغان او انګلیس د جګړې پرمهال جوړ شوی دی او یو تاریخي اثر دی، خلک راځي او ګوري یې، او انځورونه اخلي.»

د یادونې ده، چې طاق ظفر څو ځله زیانمن شوی او وروسته بیا جوړ او مرمت شوی دی.
د پغمان ولسوالۍ په خپله شاوخوا کې نورې تاریخي سیمې هم لري.

شریک یي کړئ