د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تر راتلونکو دوو اوونیو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.
امیر خان متقي دغه راز وايي، اسلامي امارت دغې غونډې ته په رسمي توګه وربلل شوی او د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی به یاده ناسته کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه جوړیږي.
هغه د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، په دې ناسته کې به د اسلامي امارت پلاوی هم برخه ولري.
ښاغلی متقي وايي: " تمه ده چې تر راتلونکو دوو اونیو د مسکو فارمټ غونډه جوړه شي او د هغوی رسمي بلنه را رسېدلې ده، د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی به پکې ګډون وکړي."
په همدې حال کې کابل کې د روسیې سفیر له متقي سره په کتنه کې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي، چې روسیه په خپل کوربه توب په ټولو سیمهییزو او نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون غوښتونکې ده.
په دغه کتنه کې متقي ویلي، دوی د مسکو فارمټ ناستې ته په مثبت نظر ګوري.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر په دې اړه وايي: "د مسکو فارمټ غونډه د افغانستان په اړه یوه سیمه ییزه غونډه ده چې افغانستان هم پکې بلل شوی دی. که په دوامداره توګه دغو غونډو ته اسلامي امارت ور وبلل شي هم د اسلامي امارت په ګته ده او هم د افغانستان د خلکو په ګټه ده."
یو شمېر شنونکي بیا د افغانستان په مسئله کې د روسیې رول مهم ګڼي او زیاتوي چې مسکو کولای شي له نړۍوالې ټولنې سره د کابل په ادغام کې غوره رول ولوبوي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، فضل الرحمن اوریا هم وايي: "مسکو فارمټ دې ته لېواله دی چې کوم بندیزونه امریکا پر افغانستان لګولي دي، هغه ټول لرې شي او ټوله نړۍ په ځانګړې توګه لویدیځ د خپلو تېروتنو بېه پرې کړي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي څخه د مسکو فارمټ کې د افغانستان د رسمي غړیتوب غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه