Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا غونډې ته د ا.ا غبرګون؛ حقایق باید له پامه و نه غورځول شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې نه باید د افغانستان په تړاو معلومات له مخالفینو څخه واوریدل شي.

امیر خان متقي یو ځل بیا ډاډ ورکوي هیڅکله به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

ښاغلي متقي په ډاګه کړه: موږ بیا هم له امنیت شورا او ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان حقایق په پام کې ونیسي. که د بشر حقونو په برخه کې وي، که د امنیت په برخه کې وي او که اقتصادي پرمختګ وي. بیا دې همدا اوسنی وضعیت تېرو څلورو لسیزو سره پرتله شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، د نړیوالو بندیزونو په افغانستان کې حکومتداري ستونزمنه کړې او افغانستان له نړیوالې ټولنې جلا شوی دی.

هغې دغه راز زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې امنیت او ثبات په بې ساري ډول تامین شوی دی.

اوتونبایوا همدارنګه ویلي، چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له وروستي فرمان خوښه نه ده.

هغې څرګنده کړې: "موږ هیله درلوده چې دا به د خپلواکې ارزونې له وړاندیزونو سره سم د یو ډیر معنی لرونکي ډیالوګ لپاره د نوي فصل لپاره ښه پیل وي. مګر د دوحې له غونډې لږه موده وروسته د امر بالمعروف وزارت نوي قانون دا پروسه زیانمنه کړه. دا قانون څه غواړي؟ دا قانون د افغاني ټولنې لپاره له داسې برخو جوړ دی، چې نړیوالې ټولنې لا تر دې وړاندې غندلي دي.

په دغه غونډه کې  د قزاقستان استازي ویلي، دوی د افغانستان رسیمت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو له دریځ ملاتړ کوي.

د قزاقستان استازي و ویل: « قزاستان په رسمي ډول په دې ناسته کې د افغانستان د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو متلونو د دریځ هرکلی کوي.

د جاپان استازي، هم زیاته کړه: کابل کې د خپل سفارت له ادرسه د وضعیت څارنې ته دوام ورکوو، مونږ له طالبانو سره بېلابېلې برخو کې خبرې لرو، له سخت وضعیت سره سره، جاپان له افغانستان سره خپل تعامل نه دی ځنډولی او د افغانستان له خپلو ملاتړ ته دوام ورکوي.»

بل لورته د امریکا استازي په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره هر ډول اړیکې باید د بشري حقونو د تامین پر بنسټ ولاړې وي.

د امریکا استازې، دور وتي شی وايي: امریکا د افغانانو بشري اړتیاو ته د رسېدو لپاره ژمن دي او موږ به د طالبانو په ګډون له افغانانو سره د ګډو ګټو د پالیسي ملاتړ ته دوام ورکړو ، که صادقانه ووایم، په افغانستان کې بشري وضیعت د خرابېدو په حال کې دی، له طالبانو سره تعامل له مختلفو زاویو پوښتنې راپورته کوي.»

په ملګرو ملتونو کې د ښځو برخې رییسې، سیما بهوس ویلي: موږ باید د ښځو په استازیتوب د ښځو حقونه د نشه‌يي توکو په برخه کې په شوي پرمختګ بدل نه کړو، دې کړنې موږ په ۱۹۹۰ کال کې ناکام کړي وو او اوس یې هم ناکام کړو.»

د یادونې ده چې د دغې غونډې په پای کې غړو هېوادونو په یوه ګډ پرېکړه لیک له اسلامي امارت غوښتي چې د ښځو پر وړاندې شته بندیزونه پای ته ورسوي او دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، د نړۍوالو بندیزونو په افغانستان کې حکومتداري ستونزمنه کړې او افغانستان له نړیوالې ټولنې جلا شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه