د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې د ازبېکستان لپاره د اسلامي امارت نوی ور پیژندل شوی سفیر د شنبې په ورځ په رسمي ډول په تاشکند کې خپل فعالیت پیل کړی.
امیر خان متقي د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وایي په وروستي یوه کال کې یې ۱۴ هېوادونو ته خپل نوي دیپلوماتان ور معرفي کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تاشکند کې د اسلامي امارت نوی ټاکل شوی سفیر به په دوو ورځو کې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي.
د دغه وزارت سرپرست وویل، اسلامي امارت په چین، متحده عربي اماراتو او ازبېکستان کې د خپلو سفیرانو د معرفي کولو ترڅنګ د ۱۴ هېوادونو لپاره نوي ډیپلوماټان هم معرفي کړي، چې د نورو هېوادونو له خوا منل شوي دي.
امیرخان متقي دغه راز وویل، چې په تېر کال کې یې بېلابېلو هېوادونو ته نږدې ۵۰ رسمي سفرونه شوي او د ۱۴ هېوادونو، اروپايي ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو استازي هم کابل ته راغلي چې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.
ښاغلي متقي و ویل: د شنبې پر ورځ به تاشکند ته ولاړ شي او د سفیر په توګه به د سفارت چارې سمبال کړي. ځینو نورو هېوادونو هم لېوالتیا څرګنده کړې چې زموږ ډيپلوماټيک حضور د سفیر کچې ته لوړ کړي. هیله من یو چې د روان کال په لړ کې نور سفیران هم معرفي کړو.
نوموړي دغه راز ویلي، پخوانیو یو شمېر سفیرانو د سفارتونو وسایل پلورلي وو، چې اوس یې مخنیوی شوی.
هغه په دې اړه زیاته کړه: ځینې سفیران چې له تېر نظامه را پاتې دي. له بده مرغه هغوی دا ډول کارونو ته لاسونه غځولي دي. خبر شوي یو چې په ځينو سفارتونو کې یې موټرې او ان غالۍ پلورلې دي.
د دغه وزارت یو شمېر چارواکي وايي، د هېواد له سکټوري وزارتونو سره د هوکړې په پایله کې توانېدلي چې د هېوادونو تر منځ په اقتصادي برخه کې د باور فضا رامنځته کړي، نړیوال بازار ته زمینه برابره کړي او د لویو اقتصادي پروژو د چارو د بیا پیل لپاره زمینې برابرې کړي.
د دغه وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به په هېواد کې د کاسا زر پروژې چارې هم بیا پیل شي.
د اقتصادي اړیکو رییس، شفیع اعظم وايي: که خدای کول د کاسا زر پروژې په اړه به په همدې اونۍ کې ان شاالله یو ښه خبر ولرئ.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د وړاندوینو پر اساس، د تېرو کلونو پرتله سږکال د دغه وزارت عواید دوه برابره زیات شوي، خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه