Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت مشر په ټولنیز ثبات کې د علماوو رول مهم ګڼي

د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده د کندهار له دیني علماوو سره په کتنه کې، د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د نوي قانون د پلي کېدو په تړاو ځينې سپارښتنې کړې دي.

د کندهار د والي دفتر د اعلامیې پر بنسټ، د اسلامي امارت مشر، په ټولنیز ثبات کې د عماوو رول مهم بللی او له هغوی یې غوښتي چې، په هېواد کې د یووالي لپاره کار وکړي.

د اسلامي امارت د مشر ویلي:«په تېر کې منبرونه او نظامونه سره په ټکر کې وو او نظامونو منبرونو ته د حق ویلو اجازه نه ورکوله او منبرونه یې چوپول.»

نوموړي همدارنګه ویلي چې، د تېرو نظامونو چارواکي نورو هېوادونو ته تللي وو، هلته یې زده‌کړې کړې وې او د هغوی تر اغېز لاندې وو؛ خو د اسلامي امارت چارواکي د خپلې خاورې خلک دي او د هېچا تر اغېز لاندې نه‌دي.

د اسلامي امارت د مشر د خبرو په یوې برخه کې راغلي:«د دغه نظام ټول مسوولان د همدې خاورې دي، دلته نړۍ ته راغلي او همدلته یې زده‌کړې کړې دي، تاسې د نورو نظامونو مسوولان لیدلي چې، امریکا او نورو هېوادونو رالېږلي وو او هلته روزل شوي وو.»

د سیاسي چارو شنوونکی ادریس محمدي ځاځی طلوع‌نیوز ته وايي:«دوی د یوه مسوولیت لرونکي حکومت په صفت باندې باید حاضر حکمران حکومت باید له هر ډول نظر اخلاف، د نظر تقابل مخنیوی وکړي.»

ورته مهال ځينې دیني عالمان د ټولنې په نظم او ثبات کې د عالمانو رول مهم ګڼي.

دیني عالم حسیب‌الله حنفي وویل:«د اسلامي نظام تحکیم او د ټولنیز عدالت د جوړولو لپاره د علماوو اتحاد او اتفاق دا ډېر زیات اړین دي، په ځانګړې توګه د خلکو د نظم ضبط د برابرولو لپاره او د ټولنیز اتحاد لپاره د علماوو هم‌بستګي او د دوی یووالی ډېر زیات اړین دی.»

د یادونې وړ ده چې، د اسلامي امارت مشر په دې کتنه کې پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، اختلاف باید له‌منځه یوړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه