Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي د یوناما له مرستیال سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له مرستیال انډریکا رټواټه سره کتنه کې د کاري زمینو برابرولو، د نشه یي توکو بدیل کښت او کډوالۍ کچې د مهارولو په برخو کې له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د انډریکا رټواټه له خولې لیکلي، ملګري ملتونو غواړي له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او له اسلامي امارت غواړي چې اړمنو ته د دغو مرستو د رسېدو په برخه کې همکاري وکړي . 

د سیاسي چارو شنونکي محمد نبي افغان په دې اړه و ویل: « افغانستان یو کرنیز هېواد دی کولای شو له دې برخې پر ځان بسیا شو، له برې وزلۍ خلاص او د کوکنارو یو ښه بدیل پیداکړو، دغه برخه کې باید مسلکي اوسو.»

خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما مرستیال د دوحې درېیمې ناستې او پکې د شویو ژمنو عملي کېدو ته په اشارې زیاته کړې چې، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د روغتیا، پوهنې، د خوړو خوندیتوب، د خصوصي بانکي سیسټم پیاوړتیا ، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او ګڼو نورو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. 

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه‌وال وایي:  « خدای دې وکړي چې ملګري ملتونه او همدارنګه خیریه هېوادونه او بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو له دې بې روزګاره خلکو سره د مرستې لامل شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، میر شکېب میر و ویل: « مرستې باید افغانستان خلکو لپاره د کاري زمینو برابرولو او زیربنایي برخو کې ولګول شي.»
 
جاپان بیا د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې له پایته رسېدو وروسته په افغانستان کې د افغان کروندګرو او بدیل کښتونو په برخه کې د مرستې لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما مرستیال زیاته کړې چې، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د روغتیا، پوهنې، د خوړو خوندیتوب، د خصوصي بانکي سیسټم پیاوړتیا ، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او ګڼو نورو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. 

تصویر بندانگشتی

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له مرستیال انډریکا رټواټه سره کتنه کې د کاري زمینو برابرولو، د نشه یي توکو بدیل کښت او کډوالۍ کچې د مهارولو په برخو کې له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د انډریکا رټواټه له خولې لیکلي، ملګري ملتونو غواړي له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او له اسلامي امارت غواړي چې اړمنو ته د دغو مرستو د رسېدو په برخه کې همکاري وکړي . 

د سیاسي چارو شنونکي محمد نبي افغان په دې اړه و ویل: « افغانستان یو کرنیز هېواد دی کولای شو له دې برخې پر ځان بسیا شو، له برې وزلۍ خلاص او د کوکنارو یو ښه بدیل پیداکړو، دغه برخه کې باید مسلکي اوسو.»

خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما مرستیال د دوحې درېیمې ناستې او پکې د شویو ژمنو عملي کېدو ته په اشارې زیاته کړې چې، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د روغتیا، پوهنې، د خوړو خوندیتوب، د خصوصي بانکي سیسټم پیاوړتیا ، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او ګڼو نورو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. 

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه‌وال وایي:  « خدای دې وکړي چې ملګري ملتونه او همدارنګه خیریه هېوادونه او بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو له دې بې روزګاره خلکو سره د مرستې لامل شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، میر شکېب میر و ویل: « مرستې باید افغانستان خلکو لپاره د کاري زمینو برابرولو او زیربنایي برخو کې ولګول شي.»
 
جاپان بیا د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې له پایته رسېدو وروسته په افغانستان کې د افغان کروندګرو او بدیل کښتونو په برخه کې د مرستې لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه