د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تاشکند لپاره د اسلامي امارت نوی معرفي شوی سفیر ازبیکستان ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي، تمه ده چې، نوی ټاکل شوی سفیر په راتلونکو څو ورځو کې په ازبیکستان کې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي.
ښاغلي تکل په دې هکله وویل:«ازبیکستان هېواد ته د افغانستان د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی سفیر، محترم شیخ عبدالغفار بحر صاحب هلته رسېدلی او په لنډو ورځو کې به، خپلې رسمي چارې پيل کړي.»
بلخوا، د سیاسي چارو شنونکي وايي چې، د سرپرست حکومت د اړیکو پراختیا یوازې د اسلامي امارت په ګټه نهده؛ بلکې د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په ګټه هم ده.
د سیاسي چارو شنونکی سید ضیا حسيني په دې هکله وايي:«ډپيلوماټيکې اړیکې د افغانستان او همدارنګه د هغو هېوادونو د ګټو تامینونکې دي چې، دغه بهیر پراخوي او تعامل کوي او د اسلامي امارت رسمي سفیر مني، هغوی هم خپلې بنسټيزې ګټې له دې لارې تامینوي.»
بلخوا، د چارو ځينې نور شنونکي هم وايي چې، دا تعامل ښايي په راتلونکي کې مثبته پایله ولري؛ خو په لنډ وخت کې به له نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل لار خلاصه نهکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا څرګندوي:«زه فکر نهکوم چې، د رسمیت لپاره دې مستقیماً یوه لاره جوړه شي، د رسمیت لپاره مستقیماً لار د بل چا په لاس کې ده، هغه خلک چې، افغانستان یې مخکې ښکېلاک کړی و، هغوی پر افغانستان د رسمیت موضوع درولې ده. د رسمیت موضوع لپاره مقدمه کېدلای شي؛ خو مستقیماً د رسمیت لپاره لاره نهده.»
د سیاسي چارو شنونکی سید قریبالله سادات هم وايي:«ډېری هېوادونه د سیاسي موضوعګانو پرتله تر ډېره اقتصادي مسایلو ته پاملرنه لري، سیاسي مسایل پلمه کوي چې، دا بحث نړۍوال بحث دی.»
تر دې وړاندې چین او متحده عربي اماراتو هم په رسمي ډول د اسلامي امارت سفیران منلي؛ خو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یې کوم ګام نهدی پورته کړی.
په دې اړه مو اندونه