افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال او بشري مرستو همغږی کوونکی ایندریکا راټواټه وايي هڅه کوي چې، افغان کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونو ته زمینه برابره کړي.
هغه چې، د ملګرو ملتونو شریکانو کړنو ارزونې په موخه بدخشان ته تللی زیاتوي د للمي ځمکو اوبیزې کول د کروندګرو بنسټیزه اړتیا ده.
ایندریکا راتواته ویلي:«هغه کروندګر چې، اغېزمن شوي هڅه کوو د خپلو شمېرو پربنسټ ورته اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سرې ووېشو، او دغهراز کروندګرو سره به د ځمکو اوبولو په برخه کې همکاري وکړو چې، د طبیعي پېښو اړولو زیانونه اغېزې را کمې شي.»
بل پلو بدخشان کې کروندګر وايي، کهچېرې ورته اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سرې ورکړل شي، کوکنار به ونهکري.
بدخشان کې کروندګر عبدالله طلوعنیوز ته وايي:«دولت دې د کوکنارو بدیل له نورو هېوادونو وغواړي او پر هغوی کېمیاوي سره ووېشل شي، د کوکنارو له کرلو به لاس واخلي.»
بدخشان کې بل کروندګر مسعود هم څرګندوي:«موږ ته کېمیاوي سره نهرارسېږي چې، په خپلو کرکېلو کې یې استفاده کړو او زموږ غنم حاصل نهورکوي؛ نو کوکنار کروو.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې، دغه سازمان ژمنه لري چې، د ژمي تر را رسېدو مخکې به د طبیعي پېښو زیانمن او اړمن کسان د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې راولي او د روږدو کسانو درملنې او ورته د کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې به هم کار وکړي.