نیمروز کې یو شمېر متشبثې ښځې د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې د کار جواز وېش او تولیدات پلور بازار برابرولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د نیمروز د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د متشبثو مېرمنو فعالیتونه زیات شوي او ملاتړ ته اړتیا لري.
ملالۍ محمدي له دوو کلونو راهیسې په زرنج ښار کې دا کارخونه فعاله کړې ده.
هغې په دې موده کې پنځه دېرش نورې مېرمنې د ماشومانو د لوبو وسایلو تولید په برخه کې روزلې دي.
دا متشبثه مېرمن وايي، د مناسب بازار نشته والي له امله یې عاید لږ شوی او د سرپرست حکومت له مسوولینو د ملاتړ غوښتنه کوي.
د کارخونې مسووله، ملالۍ محمدي وايي: «موږ له حکومت غواړو چې د ښځو ملاتړ باید وشي. په دغه برخه کې دا یو نوښت دی. په نورو ولایتونو کې هم له موږ سره همکاري وشي. بودیجه مو کمه ده، د بېلګې په توګه اومه توکي.»
یوه بله زده کوونکې، ثریا وايي: «موږ له خپل حکومته غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي. په دغه کارګاه کې ښځې هم دي. هغوی اړتیا لري او باید ملاتړ یې وشي.»
نیمروز کې د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دغه ولایت کې له سوداګریزو فعالیتونو سره د مېرمنو لېوالتیا زیاته شوې ده.
ددې خونې د شمېرو پربنسټ دغه ولایت کې له زرو زیاتې مېرمنې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.
د نیمروز د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه، پلوشه شمس وايي: «که یوه خور و غواړي چې جواز واخلي او هغه په ۳۰ زره وي، نو کله چې هغه خور کابل ته ځي نو ۵۰ یا ۶۰ زره یې لګیږي. که کومه ښځه ۶۰ یا ۷۰ زره و لري نو کولای شي چې ښه کار پیل کړي. خو د تولید او نورو برخو کې ورته محدودیتونه موجود وي.»
یوه متشبثه ښځه بیا وايي: «له چارواکو غواړو چې له دغې کارګاه ملاتړ وکړي څو زموږ تولیدات نورو ولایتونو ته هم ولاړ شي.»
د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د مېرمنو له سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي.
د دوی په خبره، دا مېرمنې باید د کار جواز ولري او پرته له دې ورته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.
د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ رییس، فضل محمد فضلي و ویل: «په دغه موده کې څه نا څه د کارګاه جواز اخیستی دی، او ځینې یې د اخیستو په حال کې دي، عریضه یې کړې ده. موږ تر خپله وسه له هغوی سره همکاري کوو»
له تېرو درېیو کلونو راهیسې په نیمروز کې د مېرمنو فعالیتونه په پام وړ ډول زیات شوي دي.
دغو مېرمنو د لاسي صنایعو کارخونې فعالولو سره سلګونه نورو میرمنو او نجونو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
په دې اړه مو اندونه