Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان وضعیت؛ د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د څو غونډو چورلیز

د ملګرو ملتونو سر منشي، د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې، د دغه سازمان سرمنشي انټونیو ګوترېش د پاکستان له لومړي وزیر او د سویس له ولسمشر سره د سیمې او افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. .

بلخوا، د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه ناسته کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، اقتصادي مشارکت، او نورو اړینو ازادیو پر درناوي ټینګار کړی دی.

د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیره لولوه الخاطر ویلي:«د ښځو، نجونو او د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو او ازادیو ته باید درناوی وشي، د هغوی حقونه باید خوندي شي او عملي کړای شي. لکه څنګه چې، په هر ځای کې باید د بشري حقونو درناوی وشي، خوندي شي او عملي شي.»

بلخوا د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«باید د اسلامي امارت له مسوولانو او مشرتابه سره خبرې وشي او له هغوی سره د ستونزو په هکله خبرې وشي چې، د حل لار پيدا شي. فکر نه‌کوم چې، هلته حاشیه‌يي کتنې او بحثونه د افغانستان درد دوا کړي.»

د ملګرو ملتونو نهه ۷۹ سرمشریزه د سپټمبر له ۲۴مې پیل شوې او تر راروانو پنځو ورځو به روانه وي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین پرون ویلي و چې، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه باید د نیوکې پرځای مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، اقتصادي مشارکت، او نورو اړینو ازادیو پر درناوي ټینګار کړی دی.

تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سر منشي، د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې، د دغه سازمان سرمنشي انټونیو ګوترېش د پاکستان له لومړي وزیر او د سویس له ولسمشر سره د سیمې او افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. .

بلخوا، د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه ناسته کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، اقتصادي مشارکت، او نورو اړینو ازادیو پر درناوي ټینګار کړی دی.

د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیره لولوه الخاطر ویلي:«د ښځو، نجونو او د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو او ازادیو ته باید درناوی وشي، د هغوی حقونه باید خوندي شي او عملي کړای شي. لکه څنګه چې، په هر ځای کې باید د بشري حقونو درناوی وشي، خوندي شي او عملي شي.»

بلخوا د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«باید د اسلامي امارت له مسوولانو او مشرتابه سره خبرې وشي او له هغوی سره د ستونزو په هکله خبرې وشي چې، د حل لار پيدا شي. فکر نه‌کوم چې، هلته حاشیه‌يي کتنې او بحثونه د افغانستان درد دوا کړي.»

د ملګرو ملتونو نهه ۷۹ سرمشریزه د سپټمبر له ۲۴مې پیل شوې او تر راروانو پنځو ورځو به روانه وي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین پرون ویلي و چې، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه باید د نیوکې پرځای مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه