Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍ اندېښنې او د اسلامي امارت ځواب؛ د ښځو حقونه تامین دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض ردوي او وايي چې، په هېواد کې د ښځو حقونه د تېر پرتله تامین شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي او په دغه سازمان کې د امریکا د استازې د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې، ګواکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي؛ ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونه خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال طلوع‌نیوز ته وویل:«د ښځو د شرعي حقونو د تامین په موخه، عالي قدر امیرالمومنین، د ۱۴۰۰ لمریز کال د قوس په میاشت کې پر شپږو مادو مشتمل یو هر اړخیز فرمان صادر کړ چې، په دغه فرمان کې د ښځو د ټولو شرعي حقوقو او د ازادیو په ورکړه ټينګار شوی و.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان په ۷۹ سرمشریزه کې ویلي چې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي.

بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې هم د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړی چې، نړۍواله ټولنه باید، د افغان ښځو د حقونو تامین لپاره لا ډېره هڅه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرېنفیلډ ویلي:«موږ ګورو چې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. موږ باید لا ډېر کار وکړو چې، طالبان مسوول وګڼو او پر هغوی فشار راوړو چې، بدلون وکړي. موږ په داسې نړۍ کې ژوند نه‌شو کولی چې، ښځې په‌کې څنډې ته شوي وي او نيمايي نفوس د هېواد په چارو کې برخه نه‌لري.»

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو پر مراعت کېدو ټینګار کوي.

د ښځو حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«د اسلامي امارت له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې، د افغانستان د ټولو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو حقوقو ته پاملرنه وکړي»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې یونسکو مشرې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، پر اسلامي امارت فشار راوړي چې، نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو نورې محرومې پاتې نه‌شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونه خوندي شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه