د اروپا کمېسیون د افغانستان لپاره د ۱۴۶ مېلیون یورو د مرستې نوې کڅوړه اعلان کړې ده.
دغه کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مالي کڅوړه بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړې توګه روغتیا، زدهکړو او د خوړو مصونیت ته ځانګړې شوې او د نجونو او ښځو پر ملاتړ هم تمرکز لري.
د دغه کمېسیون د نړۍوال مشارکت کمېشنر همداراز روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخو کې ۳ نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې، ۱۵ مېلیونه یورو د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام، ۱۶ مېلیونه یورو د روغتیا نړۍوال سازمان او ۱۵ مېلیونه یورو د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق ته ځانګړې شوي دي.
بلخوا اقتصاد وزارت بیا له افغانستان سره د اروپا د کمېسیون له دغو مرستو په هرکلي سره وايي، دغه ډول مرستې د هېواد د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري طلوعنیوز ته وویل:«موږ د اروپا کمېسیون له مرستو هرکلی کوو. له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې، د افغانستان د پراختیايي بېخبناوو په برخه کې مرسته وکړي چې، موږ بېوزلي په جوړښتي توګه له افغانستانه لهمنځه یوسو.»
د اقتصادي چارو شمېر شنونکي هم وايي، د نړۍوالو مرستې باید پر بنسټیزو پروژو ولګول شي؛ څو ورسره یو شمېر هېوادوالو ته پهکې په دوامداره توګه د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی میرشکېب د دغو مرستو په هکله وویل:«کیفیت لرونکو روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو او د خوړو خوندیتوب ته لاسرسی، د هېوادونو پر اقتصادي ودې او پراختیا اغېزه کولای شي. له دې پلوه، دغو برخو ته د مرستو ځانګړي کېدل کولای شي د هېواد پر اقتصادي ودې او پراختیا ښې اغېزې ولري.»
د اقتصاي مسایلو کارپوه دریا خان بهیر څرګندوي:«د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه مدیریت لپاره اړتیا ده چې، د تېر په څېر له دغو هېوادونو د سترو اقتصادي پروژو په تطبیق کې د مرستې غوښتنه وشي چې، موږ وکړای شو له دې لارې، بېخبناوې جوړې کړو او د افغانستان د خلکو لپاره، کاري زمینې او دوامداره عاید رامنځته کړو.»
د ویلو ده چې، اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کاله تر اوسه ۹۰۳ مېلیونه یورو په افغانستان کې له بېوزلو د لاسنیوي په برخو کې لګولي دي.
په دې اړه مو اندونه