Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت په کابینه کې نوې ګومارنې

د اسلامي امارت د رهبر د فرمان لمخې د سرپرست حکومت په کابینه کې نوي ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دغه فرمان پر بنسټ:

  • د بهرنیو چارو وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال، رحمت الحق فضیل د مرکزي دارالافتاء غړی
  •  د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مخکینی مرستیال بخت الرحمن شرافت د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال
  •  د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی قومندان محمد خان دعوت د کندوز والي
  •  د هلمند د ګریشک مخکینی ولسوال حیات الله مبارک د غور والي
  •  د غور مخکینی والي احمد شاه دین دوست د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان
  •  د عامې روغتیا وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال محمد اسحق صاحب زاده د ټولګټو وزارت د وسپني پټلۍ مرستیال
  •  د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو مخکینی رییس مولوي عبدالولي اتقاني د جوزجان امنیه قومندان
  •  د هلمند د موسی کلا مخکینی ولسوال ملا عبدالسلام حسیني د کاپیسا امنیه قومندان
  •  د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت مخکینی آمر نور آقا حیدر د غور امنیه قومندان
  •  د ننګرهار د پوهنې مخکینی رییس عزیز الله مصطفی د ننګرهار د والي مرستیال
  •  د جوزجان مخکینی امنیه قومندان حفیظ الله پهلوان د باغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر او د کاپیسا مخکینی امنیه قومندان محمد عثمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو رییس ګومارل شوی دی.
  •  

ذبیح الله مجاهد و ویل: « دغه وروستي بدلونونه بېلابېلو برخو کې د چارو د ښه والي په موخه شوي، ځینو ولایتونو کې د خلکو غوښتنې وې او ځینو نورو ځایونو کې هم د بېلابېلو ادارو اړتیاوې وې، چې اغېزمن کسان پکې وګومارل شي.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، اړتیا ده چې حکومت کې ځینې مسلکي کسان هم وګومارل شي. 

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیگیر و ویل: « د افغانستان خلک په تمه دي، چې د اسلامي امارت د مسوولینو سربېره ځینې مسلکي کسان هم حکومت کې ځای پر ځای شي.»
 
د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني و ویل: « حکومتي ادارو کې ادلون بدلون راځي، البته مشر به یې هر ځای کې چې اړین وي، همغه ځای کې ګوماري.»
 
تر دې وړاندې هم د روان لمریز کال د غبرګولي پر اتمه د اسلامي امارت مشر په یوه فرمان کې یو شمېر کسان سرپرست وزیران، مرستیالان او والیان ټاکلي وو

شریک یي کړئ