Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

واشنګټن ا.ا ته: د بندیزونو لرې کول او مشروعیت د ژمنو پر عملي کولو ولاړ دی

سپینه ماڼۍ وايي، که اسلامي امارت د بندیزونو د لرې کېدو او د نړۍوال مشروعیت غوښتونکی وي؛ نو باید پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د برېکس سازمان په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون له غوښتنې وروسته؛ امریکا وايي، که اسلامي امارت غواړي چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې او نړۍوال مشروعیت پیدا کړي؛ نو په کار ده چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، اړتیا ده چې افغان مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې ونډه ورکړل شي.

د هغې په خبره، امریکا له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو او د امریکايي وګړو د ازادېدو غوښتونکې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارن ژان پېیر ویلي: « طالبان د نړیوالو مشروعیت او پر دوی د لګېدلو بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کوي؛ خو دا ټول له دې پورې تړلي چې دوی باید لږ تر لږه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو له شتون پرته خپل اقتصاد په پښو نه شي ودرولی، مونږ له طالبانو سره د تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو ورکړې، او د امریکايي وګړو د ازادېدو غوښتنه کوو.»

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکايي وګړو زنداني کېدو له اسلامي امارت سره د امریکا د تعامل مخه نیولې ده.

سره له دې چې اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته منلې وه چې له دوی سره د دو امریکايي وګړو په شمول یو شمېر بهرنیان د بېلابېلو جرمنو له کبله زندانیان دي.

د سیاسي چارو شنونکی، هېواد ځاځی وايي: کله چې د برېکس خبره یادیږي، دوی د بشر حقونو او د بندیانو موضوع راپورته کوي. ښه خبره دا ده چې اسلامي امارت د ختیځ او لویدیځ ترمنځ بېلانس وساتي او هغه متوازن سیاست پرمخ بوځي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سید اکبر سیال وردګ هم وايي: غواړي چې په دغو فکټورونو سره د اسلامي امارت او سیمې هېوادونو یا د برېکس غونډه چې اوس پکې ونډه اخلي، واټن رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت چارواکي به د برېکس سازمان په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.

د برېکس سازمان په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون له غوښتنې وروسته امریکا وايي، که اسلامي امارت غواړي چې لګېدلي بندیزونه لرې او نړۍوال مشروعیت پیدا کړي نو په کار ده چې پر ژمنو عمل وکړي.

شریک یي کړئ