Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انټونیو ګوترېش افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو لېرې کېدو غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په افغانستان کې، د ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي چې، له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سره، له اسلامي امارته غواړي چې، له ځنډ پرته پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش ویلي:«هغه څه چې، په افغانستان کې پېښېږي، کولای شو د معاصر تاریخ له ځینو تر ټولو ځپونکو نظامونو سره یې پرتله کړو. زه له ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو سره یو ځای کېږیم چې، له اوسنیو چارواکو غواړي د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تبعیضي محدودیتونه ژر تر ژره لېرې کړي.»
     
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر هم په دې هکله وايي:«موږ باید د ښځو لپاره، ښوونځي او پوهنتونونه، او همدارنګه د کار زمینه برابره کړو؛ له دې پرته چې، هره ورځ پر اسلامي امارت فشار راوړل کېږي او لومړنی زیان د افغانستان خلکو یې ویني.»

څه موده وړاندې څلورو هېوادونو پر هغه څه نیوکې وکړې چې، دوی یې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض بولي او خبرداری ورکړ چې، د لاهې په محکمه کې به د افغانستان د سرپرست حکومت پر وړاندې شکایت وکړي چې، ورپسې شاوخوا ۲۶ نورو هېوادونو د اسټرالیا، کاناډا، هالند او جرمني له دغه اقدامه ملاتړ وکړ.

خو اسلامي امارت د دغو هېوادونو څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه چې، په افغانستان کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«غوره دا ده چې، ټولې موضوع‌ګانې د مذاکراتو له لارې حل شي او یو میکانیزم جوړ شي چې، موږ وکړای شو له نړۍوالو سره مدغم شو.»
   
د نړۍوالو چارو شنونکی  بلال عمر هم څرګندوي:«اړتیا ده چې، د اسلامي امارت حکومت په دې برخه کې، یو لړ جدي تدابیر رامنځته کړي؛ ځکه د ټول ملت برخلیک پر دغو څو مهمو موضوع‌ګانو پورې تړلی دی.»

تر دې وړاندې د اسټرالیا، پاکستان، جرمني، اندونیزیا، لیختن‌اشتاین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د ځینو هېوادونو چارواکو د افغان  ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه.
 
اسلامي امارت د دغو هېوادونو څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه چې، په افغانستان کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

شریک یي کړئ