Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر اسراییل د ایران توغندیز برید پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي

پر اسراییل د ایران د تېرې شپې، توغندیز برید، نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې، دوی پر اسراییل دغه برید د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه، د لبنان د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله او سپاه پاسداران د یو لوړپوړي قومندان عباس نیل فروشان د وژل کېدو په ځواب کې کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران لوی درستیز حسین سلامي په دې هکله وویل:«د وعده صادق ۲ عملیاتو مو د یا رسول‌الله په مبارک نوم مو پيل کړل.»

یو شمېر ایراني وګړو، د غزې او لبنان اوسېدونکو، په بېلابېلو غونډو کې له خوشحالۍ سره پر اسراییل د ایران توغندیز بریدونه ستایلي دي.

یو ایرانی وايي:«زښته زیات خوشحاله یو. له څه وخته د داسې شپې په تمه وو او هېڅ غم نه‌لرو که‌چېرې د اسراییل له خوا برید هم وشي.»

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار، پر اسراییل د ایران تر توغندیز برید وروسته په سپینه ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې، د امریکا پوځ له اسراییله دفاع کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار، جیک سالیوان څرګندوي:«موږ د اسراییل د ساتنې او دفاع لپاره د اسراییل ترڅنګ ترسره شویو اقداماتو باندې ویاړو. موږ په ښکاره ویلي چې، دا برید به سختې پایلې ولري او د دې کار د ترسره کولو لپاره به له اسراییل سره مرسته وکړو.»

برېټانیا، فرانسې، روسیې، جاپان، جرمني او ځينو نورو هېوادونو هم پر اسراییل د ایران توغندیزو بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.

د برېټانیا لومړی وزیر سرکي یر سټارمر وايي:«په تېرو څو ساعتونو کې د ایران رژیم د اسراییل پر ملکي اهدافو تر ۲۰۰ ډېر بالستیک توغندي توغولي. دا ډېره وختي ده چې، د هغې اغېزې په بشپړه توګه وارزول شي؛ خو زه بې‌ګناه اسرایلیانو ته د زیان رسېدو لپاره د ایران د رژیم دا هڅه په کلکه غندم.»

د اسټرالیا لومړی وزیر انټوني البانیز هم ویلي:«البته موږ د ایران دغه عمل غندو. موږ یو ځل بیا له متحده ایالاتو، برېټانیا، اروپایي ټولنې، اېټالیا، جرمني، جاپان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو سره په ګډه دا غږ تکرارو. نور هېوادونه هم د تاوتریخوالي کمول غواړي داسې ښکاري چې، په یاده سېمه کې ډېر ځاني تلفات نه‌دي اوښتي.»

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف څرګندوي:«موږ له ټولو خواوو غواړو له هغه څه چې، پېښیږي ډډه وکړي. او البته موږ هر هغه عمل غندو چې، د ملکي وګړو د مرګ لامل کېږي.»

د جاپان لومړی وزیر شیګرو ایشیبا هم وايي:«د ایران برید د منلو نه‌دی. موږ غواړو چې، هغه په کلکه وغندو؛ خو غواړو ښه همکاري ولرو، تر څو دا جګړه په یوه ټولیزه جګړه بدله نه‌شي او غواړو چې، د وضعیت د ارامه کولو لپاره په ګډه کار وکړو.»

ایران تیره شپه د اسراییلو پر لور نږدې ۲۰۰ توغندي وتوغول. تر برید وروسته د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د اسراییلو پر نظامي اډو یې بریدونه کړي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند هم ویلي چې دغه توغندي د اسراییل پر پلازمېنه او سوېل لګېدلي؛ خو د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، پر اسراییل د ایران تر توغندیز برید وروسته په سپینه ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې، د امریکا پوځ له اسراییله دفاع کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه