Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسکندر مومني: ایران له دې زیات د افغان کډوالو د منلو امکان نه‌لري

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني خبریالانو ته ویلي چې، هېواد یې نور د افغان وګړو د منلو امکان نه‌لري او د نا قانونه کډوالو ایستل د دغه هېواد له لومړیتوبونو څخه دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه‌راز زیاته کړې چې، د دغه هېواد پولیس د دغې موضوع په لومړۍ کرښه کې دي او د خلکو او دولت په غوښتنه به د یادې مسئلې په اړه اقدام وکړي.

دغه ایراني چارواکي همدارنګه ویلي چې، د دغې پرېکړې د پلي کېدو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي:«واقعاً چې، زموږ هېواد له دې ډېر د هغوی (افغانانو) د منلو امکان نه‌لري. یعنې د هېواد ټولې سرچینې او مرستې پر دوی لګېږي، نو زموږ لومړی، لومړیتوب، د هغو کسانو د ایستلو لپاره د مناسب پلان او طرحې جوړول دي چې په ناقانونه توګه هېواد ته راغلي دي.»

ورته مهال، په ایران کې ځينې افغان کډوال، یو ځل بیا د ایران دولت له لوري پر دوی، د محدودیتونو پر زیاتوالي نیوکه کوي.دوی وایي، د ځینو کډوالو د استوګنې اسناد د ایران دولت له لوري بې‌باوره بلل شوي او بانکي کارتونه او سیمکارتونه یې هم غیر فعال شوي دي.

د دغو کډوالو په وینا له ځینو کډوالو سره بد چلند هم کېږي.

ایران کې افغان کډوال اسدالله زایري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«تاوتریخوالی شوی، هغوی ته یې سپکاوی کړی، د هغوی ملت او هېواد ته یې سپکاوی کړی دی او هر څه یې چې په ذهن کې راغلي هغه یې کړي، ان هغه کډوال چې، کارټ لري هغوی یې ایستلي دي.»

ایران کې بل افغان کډوال اکبر سلطاني هم څرګندوي:«په ایران کې افغان پاسپورټ خو هېڅ ارزښت نه‌لري، که د ایران پولیسو ته پاسپورټ وروښیې، سوځوي یا یې څيرې کوي یا دې له هماغه پاسپورټ سره دې اړوي.»

په وروستیو میاشتو کې، په ایران کې پر افغان کډوالو محدودیتونه زیات شوي او تر دې وړاندې هم د ایران د پولیسو عمومي قومندان له دغه هېواده د افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی و.
 
کډوال وايي چې، د دوی د استوګنې اسناد د ایران دولت له لوري بې‌باوره بلل شوي او بانکي کارتونه او سیمکارتونه یې هم غیر فعال شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه