Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنځلس افغان وګړي د پاکستان له بندخونو خوشې شوي

د پاکستان له بندخونو د افغان بندیانو تر خوشي کېدو وروسته د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم د ۱۵ نورو افغان بندیانو له خوشي کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۲ میاشتو راهیسې د پاکستان د پېښور په بندخونه کې بندیان وو.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: ( دوی د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان د پېښور په زندان کې له ۱۵ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو چې تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شول او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول او یاد سازمان د لارې کرایه هم ورکړه.)

د اسلامي امارت سر کونسل، عبدالجبارتخاري بیا وايي، د سند ایالت په بندخونو کې ۴۳ تنه افغان کډوال بندیان دي چې له ډلې یې ۱۳ تنه خوشې شوي او د نورو د خلاصون هڅې روانې دي.

ښاغلی تخاري وايي: موږ اوسمهال د سند په ایالتي بندخونه کې ۴۳ بندیان لرو، په دوی کې دوه ښځې دي. د ۱۳ تنو یې کار وروستی شوی، د محکمې لخوا موضوع ختمه ده او یوازې څه نور کارونه یې پاتې دي چې هغه هم وشي، موږ به یې هېواد ته واستوو.

له دې سره په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ننګونو له هغې ډلې اجباري اېستلو سره مخ دي.

په پاکستان کې افغان خبريال، ظاهر بهاند وايي: افغان کډوال اوس هم د پاکستاني پولیسو له لوري، ځورول کیږي، ربړول کیږي او ان بندخونو ته اچول کیږي.

د کډوالو د حقونو فعاله، اصفه ستانکزۍ بیا وايي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان سیاسي وضعیت ته په کتو سره د ګاونډيتوب د حس لمخې باید لحاظ وشي او له بل لوري باید د خبرو له لارې په ډيپلوماټيک ډول د خبرو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو، د ایران او پاکستان په بندخونو کې ۱۱ زره افغان کډوال بندیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه