د روان لمریز کال له پیله تر دې مهاله د کندوز شېر خان بندر له لارې افغانستان ته ۶۵۰ سېلانيان راغلي دي.
مسوولین وايي، ډېری دغه سېلانیان د اروپايي او امریکايي هېوادونو وګړي دي چې د سفر موخه یې بدخشان او بامیان ولایتونه وو.
د کندوز د بهرنیو چارو ریاست د کونسلي چارو مسوول، حافظ عبیدالله و ویل: « د روان کال له پیله تر دې مهاله د شېرخان بندر له لارې ۶۵۰ سېلانیان چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي وو افغانستان ته راغلي او د هېواد له بېلابېلو سیمو یې لیدنه کړې وه.»
هېواد ته راغلي ځینې سېلانیان د امنیت ټینګښت او د هېواد طبیعي جاذبو لیدلو ته خوښي څرګندوي.
له سویس راغلي سېلاني، الیسندرو د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « دا لومړی ځل دی چې د تاجیکستان له لارې افغانستان ته راغلم، تر دې مهاله هرڅه ښه دي، وخت او پلان ته اړتیا لرم چې بېلابېل ځایونه وګورم، تر دې دمه خوندي یم او هر څه ښه دي.»
له بنګلدېش راغلي سېلاني، محمد نیلای و ویل: « انشاالله افغانستان ښکلی هېواد دی، غواړم کابل ته ولاړ شم او وروسته یوټیوب چیک کوم چې کومې ښې سیمې دي، هلته ځم او بیا خپل هېواد بنګله دیش ته ځم، انشاالله.»
روسي سېلاني، الکس څرګنده کړه: « نن د تاجیکستان له لارې افغانستان ته راغلم، غواړم مزارشریف، هرات، کندهار او له کابل لیدنه وکړم، دا افغانستان ته زما د راتګ پروګرام دی.»
د مسوولینو په خبره د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ځانګړي توګه په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو د راتګ کچه لوړه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه