د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې، په وروستۍ یوې میاشت کې له ایرانه نږدې ۲۴۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، شاوخوا ۴۳ سلنه دغه راستانه شوي د ایران حکومت له لوري په زور را ایستل شوي او پاتې نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې، دا شمېر په روان کال کې له ایرانه د راستنو شویو کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.
په دغه راپور کې لیکل شوي:«په سپټمبر میاشت کې ټولټال ۲۳۸ زره او ۶۵۱ کسان له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي. ورتهمهال ۹۶ زره او ۴۰۷ نور کسان له افغانستانه ایران ته تللي دي.»
بلخوا، یو شمېر افغان کډوال چې، په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، وایي له جدي ستونزو لکه په زورایستل کېدو او ناوړه چلند سره مخ دي او غوښتنه کوي چې، پر ستونزو یې غور وشي.
پاکستان کې افغان کډوال محمد رضا طلوعنیوز ته وايي:«موږ په اسلاماباد کې له ګڼو ننګونو سره مخ یو چې، د کار او زدهکړو د زمینې نشتوالی دی.»
ایران کې افغان کډوال اکبر سلطاني هم څرګندوي:«هغه کسان چې ناقانونه دي، وايي چې، په قانوني توګه نهدي راغلي اړوي یې؛ خو هغه کسان چې، کارټ لري او پاسپورټ لري، د هغوی اسنادو ته باید درناوی وشي.»
په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې افغان کډوال تل له ناوړه چلند او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سر ټکوي او په وروستیو میاشتو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پېښې هم زیاتې شوې دي.
بل پلو، رویټرز راپور ورکړی چې، د جرمني او فرانسې په ګډون ۱۷ اروپايي هېوادونو په یوهلیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې، خپلو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کړي.
د کډوالو د حقونو فعال محمد باقر احمدي طلوعنیوز ته وايي:«د پناهغوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر باید ګړندی شي چې، کډوال اوږده موده په نامشخص وضعیت کې پاتې نهشي چې، له بده مرغه په پاکستان کې د یواېناېچسيار له لوري د دغې کړنې د نوښت شاهید یو.»
تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلو وو چې، هېواد یې نور د افغانانو د منلو ظرفیت نهلري او د ناقانونه کډوالو ایستل د دغه هېواد له لومړیتوبونو دي.