د ایران د بشري حقونو سازمان په یوې خبرپاڼه کې، د یوې ښځې او دوو افغان کډوالو په ګډون د اته تنو بهرنيو وګړو د اعدام خبر ورکړی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا دغه کسان، په بېلابېلو جرمونو نیول شوي وو او محکمې پرې د اعدام حکم صادر کړی و.
د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې:«د یوې ښځې او دوو افغانانو په ګډون پر لږ تر لږه اتو بندیانو چې، د محاربې، جنسي تېري یا قصدي وژنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو محکوم شوي وو، د کرج د قزل حصار په زندان کې د اعدام یا د نفس د قصاص حکم پرې عملي شو.»
له دې سره هممهاله، د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي چې، اسلامي امارت باید ژر تر ژره له ایران سره خبرې پیل کړي څو د دا ډول اعدامونو د تکرار مخه ونیسول شي.
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي طلوعنیوز ته وايي:«اسلامي امارت باید ژر تر ژره له ایران سره مذاکره پيل کړي چې، د افغان کډوالو له حقونو دفاع وکړي او د دا ډول پېښو مخنیوی وشي. په دغه اقدام کې د افغانانو د حقونو ملاتړ، او د هغوی د دوسیو تعقیب او د وضعیت څارنه شامله وي.»
بل پلو، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي چې، دوی له ایراني چارواکو سره په دې تړاو د خبرو په حال کې دي او له هغوی یې غوښتي چې، د افغان زندانیانو د لېږد په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«هغه افغان کډوال چې، هلته (ایران) کې د اعدام په سزا محکوم دي، موږ د ایران د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره، دا موضوع شریکه کړې ده چې، په دې برخه کې دې احتیاط وکړي او هغه افغانان چې، له دوی سره په بېلابېلو سزاګانو محکوم دي، افغانستان ته د هغوی د رالېږد په برخه کې همکاري وکړي. نو دوامداره کوښښ روان دی انشاالله په راتلونکي کې به هم د دغسې موضوعګانو د مخنیوي لپاره، موږ خپلې هلې ځلې جاري ساتو.»
دا په داسې حال کې ده چې، تېره اوونۍ هم د ایران د بشري حقونو سازمان د دوه افغانانو د اعدام خبر ورکړی و.