د ایران د کورنیو چارو کمېسیون، د بهرنیو وګړو د تنظیم لپاره د یوې نوې طرحې د جوړېدو او ارزونې خبر ورکوي او وایي چې، د دې طرحې پر بنسټ نور کډوالو ته دایمي اقامت نه ورکول کېږي.
د دغه کمېسیون ویاند ولي الله بیاتي زیاتوي چې، د دې طرحې له مخې به، په لنډمهالو اقامتونو کې یو کلن درې کلن او احتمالاً اووه کلن اقامت شامل وي.
ښاغلی بیاتي وايي زیاتوي:«د دغې طرحې له مخې، نور به په ایران کې د دایمي اقامت په نوم څه نهوي، بلکې د بهرنیو وګړو لپاره درې ډوله اقامتونه لرو چې، یو کلن، درې کلن او احتمالاً اووه کلن اقامت په پام کې نیول شوی دی او دغه وګړي په ایران کې د پاتې کېدو او د کاري ځواک په توګه د فعالیت لپاره اړ دي چې، د کارګومارونکو له لوري یې ضمانت وشي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی په دې هکله وايي:«ټول افغان کډوال، هغه که د اقامت کارت لري او یا هغه کسان چې د کنفرانس کارت لري، باید وکړای شي له دغې ځانګړې طرحې چې، د چارو مجلس هغه ته نغوته کړې ده، استفاده وکړي چې، د قانوني کډوالو ستونزې هم حل شي.»
له ایرانه راستون شوی عبدالله طلوعنیوز ته وايي:«ځينې وختونه کله چې، په موټر کې کار ته تلم، موږ یې درولو، کوزولو او بیول به یې. یا یې موږ را اړولو او یا یې پنډغالي ته بیولو. بالاخره په یوې لارې ازادېدو او بیا هم را اړول کېدو. »
له ایرانه راستون شوي امانالله هم وویل:«موږ ته یې اسناد راکول، له موږ یې پیسې اخیستې او وروسته به یې ویل چې، هغه اسناد په دولت پورې اړوند دي؛ خو مامور او سرتېرو یې نهمنل.»
بل خوا، د ایران د انتظامي ځواک قومندان ویلي چې، تر دې مهاله له ایرانه له۷۵۰ زرو زیات ناقانونه کډوال ایستل شوي چې، د روان کال تر پایه به دا شمېر دوه مېلیونه کسانو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه چې، سږ کال تر ۵۰۰ زرو زیات ناقانونه کډوال نیول شوي او له ایرانه ایستل شوي او ۲۵۰ زره نورو کسانو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.
د ایران د انتظامي ځواک قومندان سردار رادان ویلي:«ناقانونه وګړي په هېڅ ډول د دې امکان ونهلری چې، وغواړي ځان ته کاري فرصت پیدا کړي، کور پیدا کړي.»
ایران له هغو هېوادونو دی چې، ګڼ افغانان ورته کډوال شوي، د ایران د چارواکو په وینا، په ایران کې له ۵ تر ۶ مېلیونو افغان کډوال ژوند کوي.
په دې اړه مو اندونه