د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، ایران تېره زېږیزه میاشت کې ۷ افغان کډوال اعدام کړي دي.
دغه سازمان وایي، یاد کډوال د قتل او تېري په ګډون په بېلابېلو جرمونو اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په راپور کې راغلي: « په سپټمبر میاشت کې ۱۳ بلوڅ بندیان، ۱۰ کردي بندیان، ۷ ګیلک بندیان، ۶ ترک بندیان او ۶ لر بندیان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي. همداراز لږ تر لږه ۷ افغانان هم په تېره میاشت کې اعدام شوي دي.»
له دې سره سم، د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وايي، اسلامي امارت باید دغه برخه کې د له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي و ویل: « اسلامي امارت باید له ایراني چارواکو سره د خپلو وګړو د حقوقي ملاتړ، خدمتونو وړاندې کولو او خبرتیا په برخه کې خبرې وکړي او له کډوالو سره همکاري وکړي چې له حقونو یې دفاع وکړي او د ژوند حالت یې غوره شي څو ایران کې افغان کډوال عادي ژوند ولري.»
اسلامي امارت بیا وايي، ایران کې ترسره شوي اعدامونه له دوی سره شریک شوي او دغې ستونزې ته د رسېدنې په تړاو ډاډ ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د ایران له اسلامي جمهوریت سره په اړیکه کې یو او په ټینګار سره مو ورته ویلي چې له کډوالو سره باید د قوانینو په رڼا کې چلن وکړي او اعدامونه او د کډوالو بندي کېدل شریک شوي دي او هغې لوري هم ویلي چې لاس په کار دي. هڅې کوو چې هلته په بند محکوم شوي افغانستان ته را ولېږدول شي.»
تر دې مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات ویلي و چې دمګړۍ د ایران او پاکستان په بندخونو کې شاوخوا ۱۱ زره افغان کډوال بندیان دي.