Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت دې د خپلو ستونزو پر حل تمرکز وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وروستو څرګندونو ته په غبرګون کې، د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې خپلو ستونزو ته دې ورسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې، اسلامي امارت باید د خپلو خلکو غوښتنو ته، له هغې ډلې د ښځو او نجونو د زده‌کړې حق ته ځواب ویونکي وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دغه بیانیه د پاکستان په کورنیو چارو کې د نه‌منلو وړ لاسوهنه ده. د افغانستان سرپرست حکومت باید د خپلو کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي او د نجونو د زده‌کړو حق په ګډون د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته د رسېدو په برخه کې ځواب ویونکی واوسي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (یکشنبې) د پاکستان حکومت او سیاسي مخالفینو ترمنځ کړکېچ د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه چې، اسلامي امارت د پاکستان وضعیت له نږدې څاري.

د دغه وزارت ویاند تېره ورځ په یوې بیانیه کې ویلي، په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفینو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښنې وړې کچې ته رسېدلې او دوام يې پر ټوله سیمه منفي اغېز لرلای شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي:«موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو هیله من یو چې، د پاکستان حکومت او تاثیرګذاره ادارې له زیاتېدونکې نارضایتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.»

د پوځي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې هکله وویل:«دغه وضعیت پر افغانستان، هند چن  او ایران منفي اغېزه لري. کله چې، په یوه هېواد کې جګړه او ناامني وي، ناوړه پایله لري.»

د سیاسي چارو شنونکی حمدالله هوتک طلوع‌نیوز ته وايي:«افغان حکومت د خپل قوم لپاره او هم د پاکستان په ګټه غږ پورته کوي چې، د خلکو غوښتنې ومني او ننګونې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

له څو ورځو راهیسې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشي کېدو او د دغه هېواد د اساسي قانون تطبیق په موخه د تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو لاریونونه دوام لري.
 
شریک یي کړئ