Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ۱۰۰ زره کسانو د ژوند د ښه‌والي په پار د هوکړې لاسلیک کېدل

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام یا (یو اېن هبیټاټ) نن (دوشنبې) په کابل کې د جاپان له سفارت سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند د چاپېریال د ښه‌والي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

ټاکل شوې چې د دې پروژې له لارې په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي.
 
 د اسیا او اقیانوسیې لپاره سیمه‌‌ییزه استازې کازوکو ایشګاکي په دې هکله ویلي دي:«نوې پروژه چې، نن یې لاسلیک کوو، د ښارونو د اړمنو خلکو لپاره د لومړنیو خدمتونو او معیشت د لاسرسي په ښه کولو پورې اړه لري. دا پروژه به په ۳۸ ټاکل شویو سیمو کې د ټولنې د مهمو زېربناوو د بیارغونې، پیاوړتیا، یا جوړولو له لارې له ۱۰۰ زرو زیاتو کسانو ته په کابل او هرات ولایتونو کې چې، د هرات زلزله‌ ځپلې سیمې هم په‌کې شاملې دي، ګټه ورسوي.»

د اسیا او اقیانوسیې لپاره د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې څانګې سیمه‌ییزه استازې وایي چې، په افغانستان کې د درېیو لسیزو جګړې له امله رامنځته شوی بشري او اقتصادي وضعیت د طبیعي افتونو پر وړاندې د اړمنو خلکو زیامنتیا زیاته کړې ده.
 
د کازوکو ایشګاکي په وینا، د دې پروژې په ټاکل شویو سیمو کې د هرات زلزله‌ځپلي سیمې هم شاملې دي.

کازوکو ایشګاکي همدارنګه زیاته کړه:«افغانستان دا مهال له یوه بې‌ساري بشري وضعیت سره مخ دی.
د څه باندې درېیو لسیزو په نښتو کې اقتصادي ناورین، د چاپېریال تخریب او د زېربنا په برخه کې کمې پانګونې، د طبیعي پیښو په ګډون د ناڅاپي پیښو پر وړاندې د افغانستان د ښارونو اړمن خلک لا زیانمن کړې دي.»

په دغه پروګرام کې د جاپان سفیر هم وایي چې، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومایا څرګنده کړې:«د تاب راوړلو پیاوړتیا، د معیشت دوام، د بشري حقونو ساتنه او د پراختیایي لاسته راوړنو خوندي کول، د ننني افغانستان لپاره حیاتي دي او جاپان له (یو اېن هبیټاټ) سره د همکارۍ له لارې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې کېږي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو چې، د روان زېږدیز کال له مۍ تر اکټوبر میاشتې به ۱۲٫۴مېلیونه افغانان له سختې خوراکي نا امنۍ سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه