د هرات له مرګونې او ویجاړونکې زلزلې یو کال تېر شوی. ځينو زلزلې ځپلو طلوعنیوز ته ویلي چې، د یوه کال په تېرېدو سره، یې لاهم د خپلې کورنۍ د قرباني شویو غړو غم نهدی هېر کړی او ژوند یې عادي حالت ته نهدی راغلی.
د دې سربېره چې، د ځينو زلزلهځپلو لپاره کور، او سرپناه جوړه شوې؛ خو د دغې پېښې زیانمنو ویلي چې، بزګري او مالداري یې له لاسه ورکړې او له څو میاشتو راهیسې د نړۍوالو بنسټونو مرستې هم بندې شوې دي.
له دې مرګوني او غمجنې طبیعي پېښې یوه کال په تېرېدو لاهم د مینا غم چې د کورنۍ پنځه غړي یې له لاسه ورکړي تازه دی.
درې زامن، لمسی او خسر یې په دې زلزله کې له لاسه ورکړی دی او ددې میرمنې کورنۍ ډېره کوچنۍ شوې ده.
مینا د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«زما غم ورځ په ورځ تازه کېږي. هر ځل چې، د هغوی انځورونه وینم ډېره اندېښمنه کېږم. د هغوی غم لکه اور په زړه کې مې بل دی، شپه او ورځ ژاړم.»
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالظاهر هم وايي:«دوه ماشومان موږ ته پاتې دي، نیمه شپه د زلزلې له وېرې ویښېږي، هغوی ته ډاډ ګیرنه ورکوم چې، ویده شئ او هېڅ خبره نشته. د هغوی په زړونو کې وېره ده او اندېښنه لري. ښځې هم ډېرې وېرېږي او د زلزلې وېره لري.»
د ویجاړ شوي کلي په زړه کې د نوي کور جوړېدل تر یوه برید د عبدالغني غم او درد کم کړی. دغه څلوېښت کلن سړی له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره چې د یوه خیریه بنسټ له لوري په جوړ شوي کور کې ژوند کوي.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغني وايي:«دوه میاشتې ژمی مو د خېمې لاندې تېر کړ، ډېر په سختۍ تېر شو. له کومه وخته چې، دغه کورونه موږ ته جوړ شوي، وضعیت مو ښه شوی او ډېر ښه کورونه دي.»
د هرات سیمهییز مسوولانو د شمېرو پربنسټ په تېر یوه کال کې زلزله ځپلو ته نږدې لس زره کورونه جوړ شوي دي.
نړۍوال مرستندویه ادارې، خیریه موسسې، سوداګر او سرپرست حکومت د دغو کورونو جوړولو کې ونډه لرلې ده.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي طلوعنیوز ته وویل:«د تېر یوه کال په لړ کې له زلزلهځپلو سره بېلابېلې مرستې شوې دي. د کورونو له جوړېدو د څښاک اوبو تر برابرېدو، ځکه کاریزونه یې خراب شوي وو. د څارویو د خوندیتوب، د اړتیا وړ خوراکي توکي یې تامین شوي او حتا ورته څاګانې کیندل شوي او بمبې هم اېښودل شوي.»
د زلزله ځپلو په خبره نږدې ټول کروندګر او څاروي لرونکي دي چې زلزلې یې کروندګرۍ او څارویو ته سخت زیان رسولی او د عاید سرچینه یې له لاسه ورکړې ده.
له څو میاشتو راهیسې نړیوالې بشرپاله مرستې له زلزله ځپلو کلیو سره درېدلي دي چې له امله ددغو زلزله ځپلو ژوند له ستونزو سره مخ دی.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی غلام علي په دې هکله وايي:«څلور پنځه میاشتې کېږي چې، له موږ سره هېڅ ډول مرسته نهده شوې، نه خوراکي توکي، نه جامې. ژمی راروان دی، نه لرګي لرو او نه هم بخارۍ لرو، نه ژمنۍ جامې او نه هم خواړه چې، وې خورو.»
په پرلهپسې او دوامداره زلزلې کې د هرات زنده جان، انجیل او کشک رباط سنګي ولسوالۍ له خاورو سره برابرې شوې. د شمېرو پربنسټ نږدې پنځوس زره کورونه په بشپړ او نسبي توګه دې طبیعي پېښه کې زیان لیدلی دی. په دې زلزلو کې له زرو تنو زیات کسان مړه شوي او نږدې دوه زره او پنځه سوه تنه نور ټپیان شوي دي.