په افغانستان کې د چین سفیر دغه هېواد کې له خصوصي سکتور او د پانګونې ودې باندې ټینګار کوي.
د چین ددغه چارواکي په خبره له سرپرست حکومت سره لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو ته چمتو دی.
دغه هېواد په دې موده کې له سرپرست حکومت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې.
تازه افغانستان کې د چین سفیر د بیجینګ او کابل ترمنځ اړیکې قناعت بخښوونکي بولي او وايي، هېواد یې له سرپرست حکومت سره په سیاسي برخه کې د پام وړ پرمختګونه لرلي دي.
افغانستان کې د چین سفیر، سان سین هم وايي: « چین د افغانستان ګاونډی او ملګری دی او موږ تل خپلې همکارۍ لرلي دي، موږ په سیاسي برخه کې له افغانستان سره ډېرې ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه لرل.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان سره د چین اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او وايي، له چین سره د لا زیاتو اړیکو په هڅه کې دي.
ښاغلی مجاهد په دې اړه وايي: «چین یو مهم اقتصادي سیمه ییز هېواد دی او افغانستان ورسره په ډېره غوره کچه کې اړیکې لري، موږ په دې لټه کې یو چې د دواړو هېوادونو اړیکې پراخې شي، ځکه دا دواړو هېوادونو په ګټه ده.»
بل پلو د سیاسي مسایلو ځینې شنونکي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې له نورو هېوادونو سره د کابل اړیکو ښه والي برخه کې ګټورې ګڼي.
د سیاسي مسایلو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی په دې اړه وايي: «چین کولای شي رغنده رول ولوبوي، اسلامي امارت او چین چې کومې اړیکې لري که هغه همداسې دوام وکړي، د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ واټن راکمېږي.»
دا پداسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ مسکو فارمټ شپږمې غونډه چې د لس ګاونډیو او سیمې هېوادونو چین، ایران او پاکستان په ګډون مسکو کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر پیاوړتیا او له سرپرست حکومت سره د سیمې هېوادونو تعامل زیاتېدل، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه؛ ددې ناستې لومړیتوبونه بلل شوي وو.