د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي، چې تر دې دمه له پنځو زرو اجباري ودونو مخنیوی شوی دی .
ددغه وزارت ویاند زیاتوي، چې هېواد کې څلویښت سلنه د انجونو د اجباري ودونو کچه راښکته شوې ده.
سیف الاسلام خیبر په دې اړه داسې وايي: «د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د ۴۷۴۰ اجباري نکاح ګانو یا په بدو کې ورکول ورته ویلای شو، چې د دغو ۴ زره ۷۴۰ اجباري نکاح ګانو مخه د همدې وزارت له لوري نیول شوې ده.»
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند خبرداری ورکوي، که څوک نجونې په اجباري ډول واده کړي، نو عاملینو سره به يې قانوني چلن وشي.
د دغه وزارت ویاند و ویل: « ویلی شو چې د ۴۰ سلنې یا ۳۵ سلنې همداسې پېښو مخنیوی د همدې وزارت له لوري شوی دی.»
په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان وايي، اجباري ودونه د اسلام له نظره جواز نه لري او له دغه ناوړه فرهنګه باید مخنیوی وشي.
دیني عالم، محمد مبارز بیا په دې اړه داسې وايي: «والدین باید پام وکړي، چې پر خپلو اولادونو دا ډول ظلم و نه کړي، ترحم وکړي، نو یو له هغو ظلمونو چې پر خپل اولادونو کېږي، هغه اجباري نکاح ده او ژوند بربادول یې دي.»
یو بل دیني عالم، سنګین قادري هم وايي: «اجباري نکاح په دین کې هېڅ ځای نه لري. هر هغه څوک چې اجباري نکاح کوي، د هغوی پایلې ډېرې خرابې وي. حتی د دوه ټولنو د بدیو سبب کېږي. هر سړی خدای ج ازاد پیدا کړی او دغه حق اسلام تر ټولو ښه ورکړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې په کلیو کې د لوړ ولور او ډېر مهر اخیستلو او په ښارونو کې په عصري هوټلونو کې د ودونو لوړ لګښتونه د هېواد د ځوانانو لپاره هغه ننګونې دي، چې له امله يې ځیني د واده د مراسمو ترسره کېدو توان نه لري.