د ایران د اوبو صنعت ویاند فیروز قاسمزاده ویلي چې، د افغانستان له لوري د تهران ۳۰۰ مېلیونه مټرمکعبه حقابه تامین شوې ده.
د ښاغلي قاسمزاده په وینا، سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ لمریز کال له تلې میاشتې د روان کال د وږي میاشتې تر پایه د هملند سیند اوبه د ایران په لور خوشې کړې دي.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند زیاتوي:«د ۱۴۰۲ کال له تلې میاشتې د روان کال د وږي میاشتې تر پایه له هلمند سینده ایران ته ۳۰۰ مېلیونه مټر مکعبه اوبه ورپرېښودل شوې دي. د کب او وري میاشتو په وروستیو کې په افغانستان او سیمه کې ښه بارانونه د دې لامل شوي چې، دا اندازه اوبه خوشې شي.»
بلخوا، د اوبو او انرژۍ وزارت د ایران د حقابې پر ورکړې، له ټينګار سره وايي چې، له ایراني لوري سره د دوی په وروستۍ ناسته کې د سږ کال د اوبو اندازه شریکه شوې او د ایران حقابه په بشپړه توګه تامین شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد هم طلوعنیوز ته وايي:«د کمیسارانو په وروستۍ نوبتي ناسته کې، له ایراني لوري سره د ورغلو اوبو شمېرې شریکې شوي دي، د دوی حقابه په بشپړه توګه تامین شوې ده.»
ځینې کارپوهان د سرپرست حکومت له لوري د ایران د حقابې د ورکړې په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د اوبو چارو کارپوه ناصر شفیق په دې هکله وايي:«په دې څو کلونو کې ګورو چې، ایران ته کمي اوبه ورکول کېږي، دا د دې لپاره چې، په افغانستان کې هم د ورښت د کچې کمښت د دې لامل شوی دی. او دا چې، د همدغې معاهدې د پنځمې مادې پر بنسټ، افغانستان حق لري چې، د هلمند سینده هر ډول استفاده وکړي او د ارزونې پر بنسټ به دوی ته کمې اوبه ورکول کېږي.»
د اوبو چارو کارپوه امینالله احسان هم څرګندوي:«په کال کې ۸۲۰ مېلیون مټر مکعبه اوبه ورکړي؛ خو دا په هغه صورت کې چې، په افغانستان کې د واورې او باران ورښت په نورماله کچه شوې وي، اوس مهال چې، د اقلیم بدلون راغلی د واورې او باران دغه ورښت کم شوی؛ نو په دې صورت سره افغانستان د هماغه معاهدې پر بنسټ، کولای شي چې، د ورښت د نسبت پر اساس کمې اوبه ایران لوري ته خوشې کړي.»
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې، د روان لمریز کال په لړ کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د سلا مشورو او هوکړو په پایله د افغانستان له لوري د تهران څه باندې ۳۰۰ مېلیونه متر مکعبه حقابه تامین شوې ده.