Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمېسیون غونډې د پولو او سترو پروژو د امنیت پر تامین تمرکز درلود

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته ویلي چې، د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ، د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په غونډه کې، د افغانستان او سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې اترې شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، په دې ناسته کې د سترو سیمه‌ییزو پروژو پر تطبیق، د سرحدي سیمو پر امنیت او له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.

په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر او د کابینې یو شمېر نورو غړو ګډون درلود.

حمدالله فطرت د دغې غونډې په تړاو زیاته کړه:«په دې ناسته کې، د اجنډا له مخې په سپارل شویو موضوع‌ګانو، د سترو او سیمه‌ییزو پروژو پرعملي کولو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښه‌والي او له ځينو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا بحث وشو.»

ښاغلی فطرت زیاتوي، د سیاسي کمېسیون په ناسته کې ټینګار شوی چې، افغانستان د خپلو پولو او بندرونو ساتنې ته چمتو دی او هېچاته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د کمېسیون د غونډو جوړېدل، له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا، امنیت او نورو مسایلو لپاره مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی حنیف کړوخېل طلوع‌نیوز ته وايي:«په دې کې شک نشته چې، افغانستان اوس ډاډمن امنیت لري. او نورې نړۍ ته هم په‌کار ده چې، اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، که‌څه له نړۍوالو سره تعامل شته؛ خو له بده مرغه تراوسه اسلامي امارت چا په رسمیت نه‌دی پېژندلی، له حده زیاته هڅه وشي چې، له نړۍ سره ګډه ژبه پیدا کړو او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

د پوځي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي هم څرګندوي:«د خپلې دندې پر بنسټ، د خپل کوم اصولي اقدامات دي هغه به کوي. چې، بندرونه خوندي شي او په دې کې راکړه ورکړه موجوده وي او د دې سربېره، د سرحدونو د خوندیتوب لپاره کار وشي.»

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په تېره ناسته کې د هېواد او سیمې په وروستیو سیاسي او امنیتي پرمختګونو خبرې شوې وې او ټینګار شوی و چې، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او مثبت تعامل غواړي.

ښاغلی فطرت زیاتوي، د سیاسي کمېسیون په ناسته کې ټینګار شوی، هېچاته به اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه