د پنجشیر سیمهییز مسوولین له ۱۲ میلیونه زیاتو افغانیو په لګښت ددغه ولایت د مرکزي بندخونې جوړولو چارو له پیله خبر ورکوي.
دغه بندخونه د پنجشیر مرکز بازارک کې پر یوولس جریبه ځمکه جوړېږي، چې د نارينه او ښځينه وو لپاره دوه بېلابېلې برخې او د پنځه سوه بندیانو ساتلو وړتیا به ولري.
د پنجشیر والي، محمد اغا حکیم په دې اړه وايي: «اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې په پنجشیر کې یوه معیاري بندخونه جوړه کړي. د دغې بندخونې په تشکیل او چوکاټ کې، حرفوي مرکز، زده کړې او د یوه بندي ټول اړین ضرورتونه په پام کې نیول شوي دي.»
د پجشیر د بندخونې امر، هدایتالله همت وايي: « د دغې بندخونې د لومړي فاز بودجه، دولس میلیونه او نهه سوه زره افغانۍ ده، چې د بندخونو د ادارې له لوري د ملي دفاع وزارت په مرسته ورکول کېږي.
ددې پروژې انجینر وايي، دغه بندخونه پر یوولس جریبه ځمکه په بنسټیز ډول جوړېږي.
د پروژې انجینیر، زینت الله امرخېل وايي: «د ښځو لپاره هم یوه ودانۍ په پام کې نیول شوې ده، یوه بله د سړیو لپاره په پام کې نیول شوې ده، تفریحي میدان او صنعتي سیمه هم ورته په نظر کې شته، چې حرفوي زده کړې وکړي.»
د پنجشیر سیمهییز مسوولین وايي، ددغه زندان جوړېدو سره به دغه ولایت کې د بندیانو ستونزې حل شي.