د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله حضور نهلري او په دې تړاو اندېښنې بېبنسټه دي.
ښاغلی فطرت زیاتوي، په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو وروسته داعش ډله ځپل شوې او اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«په دې اړه ټولې اندېښنې بې بنسټه بولو او دغه ادعاګانې موږ ردوو چې، ګواکې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه دی، له افغانستانه بل هېڅ هېواد ته تشویش او تهدید نهدی متوجه، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نهلري او د افغانستان اسلامي امارت هېچا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته تهدید متوجه کړي.»
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان له خاورې د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي و چې، د واشنګټن او کابل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په برخه کې د سرپرست حکومت د چلند په بدلون پورې اړه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر ویلي:«موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې، متحده ایالات بیا له افغانستانه تر ترهګریزو بریدونو لاندې رانهشي او موږ په دې برخه کې خپل ظرفیتونه ساتو. موږ څرګنده کړې چې، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په اړه د طالبانو د چلند بدلون، نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته د کار کولو په اجازې پورې اړه لري.»
په ورته وخت کې، د امریکا دفاع وزارت د ویاند مرستیالې په افغانستان او سیمه کې د القاعده ډلې ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا دفاع وزارت د ویاند مرستیاله صبرینا سینګ وايي:«موږ یقیناً دا موضوع په جدي توګه په نظر کې نیسو او موږ په سیمه کې د نه منلو وړ ظرفیتونه لرو. لکه څنګه چې، تاسو یادونه وکړه، له لرې څخه وړتیا درلودل.»
بل خوا د مسکو د سټراټېژیکو مطالعاتو، د موسسې شنونکي اندرو کوریبکو میډیا لاین وېبپاڼې ته ویلي، روسیه هڅه کوي چې، له ممنوع نوملړه د افغانستان سرپرست حکومت د نوم له ایستلو سره غواړي چې، له اسلامي امارت سره پوځي او استخباراتي همکارۍ پراخې کړي او په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.