د ډنمارک د کډوالۍ ادارې ویلي، د افغانستان هغه پاسپورټونه چې، د روان کال د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمدید شوي، دوی ته د اعتبار وړ نهدي او په دغه هېواد کې مېشت افغانان باید د افغانستان نوي پاسپورټونه واخلي.
شینګیننیوز د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې، افغانان کولای شي د نوي پاسپورټ د اخیستو لپاره افغانستان ته سفر وکړي؛ خو هغه افغانان چې، د دغه هېواد سیاسي پناه لري، کولای شي د دغه هېواد سیاسي پاسپورټ واخلي.
د شینګیننیوز د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۸مې ډنمارک د افغانستان تمدید شوي پاسپورټونه په رسمیت نه پېژني. دا په دې معنا ده، هغه افغانان چې، دا ډول پاسپورټونه لري باید د نوي پاسپورټ د اخیستو لپاره د افغانستان له چارواکو سره اړیکه ونیسي.»
په ډنمارک کې ځينې مېشت افغانان له سرپرست حکومته غواړي چې، د بهر مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل ته جدي پام وکړي.
په ډنمارک کې مېشت افغان حکمتالله حکمت په دې هکله وايي:«نهیوازې ډنمارک هېواد بلکې نور اروپايي هېوادونه هم د افغانستان د پاسپورټ تمدید ته اعتبار نهورکوي. د کورنۍ د اقتصاد موضوع ده، د تګ راتګ او د هویت د تثبیت ستونزې دي.»
په ډنمارک کې مېشت افغان توریالی ځاځي هم څرګندوي:«اسلامي امارت باید په دې برخه کې خپله وروستۍ هڅه وکړي چې، د نړۍ د هېوادونو مشروع غوښتنې ومني، له نړۍ سره تعامل وکړي او نړۍوال هم له طالبانو سره تعامل وکړي چې، له هېواده بهر د مېشتو افغانانو دغه ستونزه حل شي.»
که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د روان کال د زمري میاشتې په نهمه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې، په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې د افغانستان کونسلي خدمتونه د منلو وړ نهدي.