بهرنیو چارو وزارت وايي، په ازبېکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر د خپل باور لیک یوه کاپي د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته وسپارله.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر د یاد باورلیک د منلو په مراسمو کې د کابل او تاشکند تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا ټينګار کړی او عبدالغفار بحر هم په افغانستان کې د یاد هېواد د پانګونو غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې اړه وايي، دغه کتنه کې ټینګار شوی چې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري.
ښاغلی فطرت وايي: نوموړي و ویل، افغانستان او ترکمنستان ګډې ګټې لري او په تېرو دریېو کلونو کې ښه اقتصادي پرمختګونه شوي دي. د ښاغلي سفیر په راتګ سره به دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر په افغانستان کې ثبات د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې له دغه فرصته باید ښه ګټه پورته شي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: څومره چې د اسلامي امارت استازي د بهرنیو چارو وزیرانو او د نورو هېوادونو له نورو چارواکو سره کتنې وکړي. په هماغه کچه د افغانانو او د اسلامي امارت غږ اورېدل کیږي.
د اقتصادي چارو شنونکی، اسمعیل ځدراڼ وايي: د افغانستان په پښو ودرولو یوازنۍ لار دغه ده چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې ولري لکه څرنګه چې په نړۍوالو بازارونو او قوانینو کې ده. هماغه ډول ورسره باید مخ ته ولاړ شي.
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، دمګړۍ د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د سرپرست حکومت ۳۸ سفارتونه او قونسلګرۍ فعالې دي، خو اسلامي امارت لا هم د کوم هېواد له لوري په رسمېت نه دی پیژندل شوی.
په دې اړه مو اندونه