Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: که د افغانستان څوکۍ ا.ا ته وسپارل شي، د رای حق لګښت پرې کوو

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رييس یو ځل بیا سرپرست حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ پر نه سپارل کېدو نیوکې وکړې.

نوموړي ویلي، که په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست حکومت ته وسپارل شي؛ نو اسلامي امارت چمتو دی چې، یاد سازمان ته د افغانستان د رایې حق لګښتونه هم ورکړي.

د سهیل شاهین په اند د ملګروملتونو دا کار د شته واقعیتونو له مخې نه دی شوی او سیاسي بڼه لري.

ښاغلی شاهین په دې اړه داسې وايي: دلته غواړم ووایم که د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي، موږ اماده یو د ملګرو ملتونو ټول پاتې باقیاجات تادیه کړو.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق په ځنډیدو پسې، په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، یاد سازمان ته د رایې حق له ورکړې د معافیت غوښتنه کړې وه.

تازه د ملګروملتونو د مشارکت کمېټې په ۸۴ غونډه کې یو ځل بیا د ملګروملتونو په عمومي مجمع کې د رایې ورکولو حق د اخیستلو غوښتنه رد شوه.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق وايي: (موږ د ملګرو ملتونو لپاره د غړو هیوادونو د مالي مکلفیتونو پلي کولو په اهمیت پوهیږو. په هر صورت، افغانستان اوس مهال له سترو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې د دغو ژمنو د پوره کولو لپاره زموږ ظرفیت په جدي توګه محدودوي.)

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج بیا وايي: څو چې طالبانو یو سیسټم نه وي رامنځته کړی چې د افغانانو غوښتنه هم ده، تر هغې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ و نه سپارل شي.

 په ملګروملتونو کې د افغانستان د غړیتوب حق په کال کې نږدې دوه سوه زره ډالره کیږي چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه