Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر حکومت له چارواکو د ۱۹۵ میلیونه افغانیو برېښنا پور راټول شوی

د افغانستان برېښنا شرکت د تېر حکومت له ځینو چارواکو د برېښنا له اړخه د ۱۹۵ میلیونه افغانیو پور له راټولولو خبر ورکوي.

د دغه شرکت ویاند زیاتوي، د برېښنا د پورونو د راټولولو بهیر همداراز دوام لري.

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي وايي: هغه سیاسیون او زورواکي چې له برېښنا پوروړي وو. له هغوی تقریباً له ۱۹۰ تر ۱۹۵ میلیون افغانۍ راټولې کړې دي او دا بهیر دوام لري. پورونه به ټول ختمیږي.

په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د تېر حکومت له چارواکو د برېښنا پورونو اخیستو ته خوښ دي؛ خو غوښتنه کوي چې دا پیسې باید د برېښنا په برخه کې پر پانګونې ولګول شي.

دوی د برېښنا له شرکت هم غوښتنه کوي، چې د هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته په کتو د برېښنا بیه کمه کړي.

د کابل اوسېدونکی، عبدالرحمن په دې اړه وايي: یوه غوښتنه دا هم لرو چې اوس کارونه کم دي. خلک ډېر بې کاره دي نو که اوس د برېښنا پیسې لږې راټيټې کړي.

 د کابل اوسېدونکی، هارون زیاتوي: زموږ غوښتنه دا ده چې برېښنا دې نه را واردوي او موږ چې په کور دننه کومې سرچینې لرو له دې دې کار واخلي.

د کابل اوسېدونکي، میرویس هم و ویل: پر خلکو د برېښنا پورونه باید بېرته د بندونو په جوړولو کې ولګول شي. پانګونې وکړي. څو په ژمي کې د پرچاوۍ مخه ونیول شي.

د اقتصادي چارو شنونکي هم ټینګار کوي، چې برېښنا شرکت باید په هېواد کې د برېښنا تولید لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ