د ایران د اسلامي شورا رییس محمدباقر قالیباف تاجیکستان ته په خپل سفر کې د تاجیکستان په ګډون د ځينو هېوادونو د پارلمان له رییسانو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د ایران رسنیو د قالیباف له قوله ویلي چې، په دغه سفر کې په افغانستان او سیمه کې د امنیت ټينګښت، د مخدره توکو او وسلو د قاچاق پر وړاندې مبارزه د بحث وړ مهم مسایل وو.
محمدباقر قالیباف په دې هکله ویلي:«یوه له مهمو مسایلو هم د سیمې د امنیت ساتنه ده؛ په ځانګړې توګه دا چې، موږ د افغانستان ګاونډي هېوادونه یو، نو اړتیا ده چې، د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همغږي او له یو بل سره همکاري وکړو، نو دا مسایل هم په تاجیکستان کې د خبرو چورلیز وو.»
خو، اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي، هېڅ یوې ډلې ته اجازه نهورکوي چې، د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښونه رامنځته کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ټينګار کوي چې، د افغانستان سرپرست حکومت د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او هغوی ته هم اجازه نهورکوي چې، د افغانستان په اړوند مسایلو کې مداخله وکړي.
ښاغلي فطرت زیاته کړه:«اسلامي امارت چا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي. اسلامي امارت د کوم هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او هېوادونو ته هم اجازه نهورکوي چې، د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.»
بل پلو، د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي چې، د سرپرست حکومت او نورو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او خبرو اترو زیاتوالی کولای شي د اندېښنو په لېرې کولو کې اغېزناک ثابت شي.
د نړۍوالو اړیکو کارپوه محمد بلال عمر په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«هر بدلون چې، په افغانستان کې رامنځته کېږي او هر بدلون چې، راځي، پر ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو خپلې مثبتې او منفي پایلې اغېزې لري؛ کهچېرې په افغانستان کې امنیت تامین وي، کولای شو هغه ټرانزیټي لارې چې، په افغانستان کې دي هېوادونه له هغو لارو ونښلوو.»
دا په داسې حال کې ده چې، پرون هم د روسیې د فډراسیون شورا د نړۍوالو چارو کمېټې رییس ویلي و چې، په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره ډېرو خبرو ته اړتیا ده.
په دې اړه مو اندونه