Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فرانسه کې یو افغان وګړی د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی

نړۍوالو رسنیو د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالانو له قوله راپور ورکړی چې، د دغه هېواد پولیسو اوس اوس،  یو ۲۲ کلن افغان ځوان د داعش د ملاتړ په تور او د امریکا د ټاکنو په ورځ د یوه ترهګریز برید پلانولو کې د ښکېلتیا په تور د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې نیولی دی.
 
فرانسوي رسنیو د راپور له مخې، دغه کس له خپل ۲۷ کلن ورور نصیر احمد توحیدي سره، چې تېره اوونۍ د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې د امریکا د نومبر د پنځمې د ټاکنو په ورځ د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور ونیول شو، اړیکې لرلې دي. 

د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا د افغان ګډوالو لپاره یو ستر زیان دی او نور هېوادونه ښايي ونه‌غواړي چې، افغان ځوانان د کډوالو په توګه ومني.»

نیویارک پوسټ هم راپور ورکړی چې، په وروستیو کلونو کې امریکا ته د ناقانونه کډوالۍ په زیاتېدو سره، د هغو ترهګرو شکمنو کسانو شمېر زیات شوی چې، د متحده ایالتونو او مکسیکو پر پوله نیول شوي دي.

د فډرالي څېړنو ادارې د راپور له مخې، له۲۰۲۱  تر ۲۰۲۴ پورې کلونو کې د پوله ساتو ځواکونو له لوري ۳۸۲ هغه کډوال نیول شوي چې، نومونه یې د متحده ایالتونو د ترهګرۍ په نوملړ کې وو، په داسې حال کې چې، دغه شمېر له ۲۰۱۷ کاله تر ۲۰۲۰ پورې کال پورې ۱۱کسانو ته رسېده. 

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي طلوع‌نیوز ته وویل:«کوربه هېواد باید د نړۍوالو کنوانسیونونو په چوکاټ کې چلند وکړي.»

د سویس رسنیو هم اوس اوس راپور ورکړی، دغه هېواد دوه افغان کډوال چې، جدي مجرمان او د سویس د سولې او امنیت لپاره یې ګواښ ګڼي، له دغه هېواده شړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جون میاشت کې هم اته تاجیکستاني وګړي له داعش سره د تړاو په شک په نیویارک، لاس انجلس او فیلادلفیا ښارونو کې نیول شوي وو.

فرانسوي رسنیو د راپور له مخې، دغه کس له خپل ۲۷ کلن ورور نصیر احمد توحیدي سره، چې تېره اوونۍ د امریکا د ټاکنو په ورځ د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور ونیول شو، اړیکې لرلې دي. 

شریک یي کړئ