د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د هڅو د همغږي کولو په تړاو خبرې کړې دي.
ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روانې کشالې، د پولو د امنیت په تړاو د اقداماتو د همغږي کېدو، د ترهګرۍ، نشهيي توکو او د وسلو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د فرانسې د پلاوي مشر هم په دې کتنه کې په افغانستان کې له سولې او ثباته د ملاتړ په برخه کې د ازبیکستان د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ازبیکستاني رسنیو په راپورونو کې راغلي:«دواړو لورو د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو په تړاو خبرې کړي او د پولو د امنیت، د ترهګرۍ، نشهيي توکو او د وسلو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په ګډون د اړوندو مسایلو په تړاو د اقداماتو د همغږي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.»
ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له سرپرست حکومت سره یې خپلې اړیکې ساتلي او همدا څو ورځې مخکې یې هم په تاشکند کې د اسلامي امارت د سفیر باور لیک ومانه.
د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي، ازبیکستان هم کولی شي د هېواد د ستونزو د حل په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«تر هغې چې، د سرپرست حکومت استازی نهوي، دا خبرې کومه پایله نهورکوي؛ کهچېرې د ترهګرۍ بحث دی او یا له نشهيي توکو سره مبارزه ده، په دغو غونډو کې د افغانستان حضور حتمي او لازمي دي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سیداکبر سیال وردک هم څرګندوي:«دوی کوښښ کوي چې، له دې سیمې د افغانستان اړیکې، د افغانستان سیمه او امنیت وڅاري، نو ازبیکستان کولای شي چې، له افغانستان سره په ټولو برخو کې، په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې اغېزمنه پرېوځي.»
تر دې مخکې د ایران د اسلامي شورا رييس تاجیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات په تړاو د تاجیکستان او د ځینو نورو هېوادونو د پارلمان له مشرانو سره خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه