Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شانګهای سرمشریزه سبا د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته پیلېږي

د شانګهای سرمشریزې ته د سرپرست حکومت له نه‌بلل کېدو وروسته، اسلامي امارت ویلي، هڅه کېږي چې، د دغه سازمان په راتلونکو غونډو کې د سرپرست حکومت استازی حضور ولري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، سرپرست حکومت د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او هڅه کوي چې، په راتلونکو سرمشریزو کې حضور ولري.

حمدالله فطرت په دې هکله زیاتوي:«افغانستان په شانګهای سازمان کې، د ناظر حیثیت لري. د افغانستان اسلامي امارت د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو سره، د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې رغنده اړیکې لري. او په دې اړه هم زموږ اړیکې او خبرې جریان لري او هیله ده چې، په راتلونکي کې به په دې برخه کې پرمختګونه ولرو.»                 

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د اسلامي امارت د نه‌بلل کېدو لامل له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان د څارونکي غړیتوب ځنډېدل ګڼلي دي.

د هغه په وینا، پاکستان د دې مسئلې په تړاو په یوازې سر پرېکړه نه‌شي کولای؛ ځکه چې، د نوموړي په باور دا پرېکړه د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له لوري شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار په دې هکله وویل:«د افغانستان موضوع له ۲۰۲۱ کال راهیسې داسې ده، که څه هم دایمي غړی نه‌‌و؛ خو د څارونکي په توګه یې د دغه سازمان غړیتوب درلود؛ خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې څارونکی غړیتوب هم ځنډېدلی و. له همدې امله هغوی دې سرمشریزې ته نه‌دي بلل شوي، نو پاکستان هم د دې موضوع په تړاو په یوازې سر پرېکړه نه‌شي کولای.»
            
د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا د دغه سازمان په تړاو طلوع‌نیوز ته وايي:«په سیمه کې د شانګهای سازمان سټراټېژیکې موخې د ناټو پر وړاندې دي او په معلولاً د لوېدیځې ناټو په نوم هم یادېږي. د دغه سازمان اسټراټېژي، په سیمه کې د امریکا او لوېدیځ د نفوذ کموالی دی.»   

د شانګهای د همکاریو سازمان ۹ غړي لري او درې هېوادونه چې، مغولستان، افغانستان او بلاروس په‌کې شامل دي، د دغه سازمان ناظر غړي دي.

شریک یي کړئ