د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې، په دغه وزارت کې نږدې ۲ زره ښځينه پولیسې، تر ډېره په خدماتي او څارنیزو (تفتیشي) برخو کې، په کار بوختې دي.
ښاغلي قانع طلوعنیوز ته ویلي چې، تراوسه هېڅ ښځینه پولیسه چې، په تېر حکومت کې یې هم کار کړی وي، ګواښل شوې نهده.
د هغه په باور، د خلکو کواښل په اسلامي امارت کې جرم دی.
عبدالمتین قانع زیاتوي:«د کورنیو چارو وزارت هېڅ کارکوونکی او منسوب په ځانګړې توګه ښځینه پولیسې، په تېره اداره کې د دندې د ترسره کولو له امله هېڅ ډول کسیز او یا هم بنسټ له لوري ونهګواښل شي. کهچېرې کوم ګواښ د شخصي او کورنیو دښمنیو له امله هغوی ته متوجه وي، ژر تر ژره دې کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړي چې، په پولیس دې برخې ته رسېدنه وکړي.»
بل خوا د نظامي چارو ځينې شنونکي او د ښځو د حقوقو فعالانې په نظامي برخو، په ځانګړې توګه په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو رول د ښځو د ستونزو د حل لپاره ګټور ګڼي.
د نظامي چارو شنونکی کامران امان وايي:«دا هم د ښځو په مورال کې بدلون راولي او ښځې د کار څېښتنې کېږي. او هممهاله د نورو ښځينه ستونزې به هم پر خپل وخت حلېږي. په ډېریو ځایونو کې د ښځو کمښت دی چې تلاشي وکړي یا نورې ستونزې حل کړي.»
د ښځو د حقونو فعاله لمیا شیرزۍ هم طلوعنیوز ته څرګندوي:«د افغانستان په سنتي ټولنه کې، په ټولو دولتي بنسټونو کې د ښځو حضور اړین دی؛ په ځانګړې توګه په امنیتي بنسټونو کې، د عملیاتي او امنیتي دندو د اجرا په پار؛ خو یو هېواد چې، کابو ۴۰ مېلیونه نفوس ولري، د ۲ زره تنو ښځو حضور ډېر کم او ناڅيز دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د بشر د حقوقو څار بنسټ په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې، طالب چارواکو هغه افغان ښځې چې، په تېر حکومت کې یې د پولیسو په توګه خدمت کاوه، ګواښلي او له خطر سره مخ کړې دي.
په دې اړه مو اندونه