Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطري او جرمني چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله آل حنزاب او په دغه هېواد کې د جرمني سفیر د افغانستان پر وروستیو بدلونونو له هغې ډلې پر امنیتي، سیاسي او بشرپاله مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دې کتنه کې د افغانستان وروستي پرمختګونه ارزیابي او همداراز پر امنیتي، بشري، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې شوې دي.»

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان سره له پخوا راهیسې ښې اړیکې لري او د افغانستان په مهمو مسایلو کې يې کلیدي رول لوبولی، په دوحه کې يې د اسلامي امارت سفیر منلی او دا مهال يې په کابل کې سفارت فعال دی.

ورته مهال، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې، د افغانستان د ستونزو په حل کې د قطر رول مهم دی.

د سیاسي چارو شنونکی حنیف خان کړوخېل طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ په راتلونکي کې هم له قطره غواړو چې، د افغانستان د ننګونو په اړه له نړۍ سره خبرې وکړي او د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پياوړې کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی جنت فهیم چکري هم په دې هکله وايي:«قطر کولای شي چې، د افغانستان په اقتصادي او سیاسي مسایلو کې مهم رول ولوبوي. په هغه صورت کې چې، اسلامي امارت هم یوه اندازه نرمښت وښيي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي تېره ورځ د فرانسې د وسله‌والو ځواکونو له پلاوي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د روانې کشالې، د پولو د امنیت په تړاو د اقداماتو د همغږي کېدو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان سره له پخوا راهیسې ښې اړیکې لري او د افغانستان په مهمو مسایلو کې يې کلیدي رول لوبولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه