Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت پاکستان ته د وسلې د قاچاق ادعا بې‌بنسټه وبلله

کورنیو چارو وزارت، د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې، ګواکې له افغانستانه هغه هېواد ته وسله قاچاق شوې ردوي او وايي، هغه وسلې چې، له تورخمه پاکستان ته اړول شوې، په اسلامي امارت پورې تړاو نه‌لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله طلوع‌نیوز ته ویلي، هغه وسلې چې، د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې دي، خوندي او په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«د وسلې د قاچاق پېښه چې، ګواکې د تورخم له لارې ګاونډي هېواد ته اړول شوې، د افغانستان اسلامي امارت پورې تړاو نه‌لري او هغه وسلې چې، د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې دي، په بشپړه توګه خوندي او د هېواد په ډیپوګانو کې ساتل کېږي. څوک د لاسرسۍ حق نه‌لري.»

د ښاغلي قانع په خبره، د وسلو قاچاق په ټولو هېوادونو کې کېږي او شونې ده چې، دا وسلې د تور بازار له لارې په نورو هېوادونو کې پلورل شوې وي او بل هېواد ته قاچاق شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د ګمرک مسوولانو پاکستاني رسنیو ته ویلي و، په تورخم کې يې له افغانستانه دغه هېواد ته د څه باندې ۱۲۶ زره ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او مهمات نیولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په نیول شویو وسلو کې ایم۴ ټوپکونه، شاجورونه، تمانچې، د شپې لید وسایل (لایزرې) او د زرګونو مرمیو په ګډون نورې عصري وسلې شاملې دي.»

د پوځي چارو شنونکي عبدالهادي قریشي د وسلو د قاچاق د مخنیوي په تړاو طلوع‌نیوز ته وویل:«د قاچاق د مخنیوي لپاره، جزايي قانون معمول دی او وضع کېږي چې، وسله په قاچاقي بڼه له هېواده بهر ته یوړلی نه‌شي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل هم څرګندوي:«دولت باید دا ډول کسان [قاچاق کوونکي] وپېژني او هغه ساحې چې، دا ډول کسان په‌کې فعال دي، تر کنټرول لاندې ونیسي او هغوی ته د خپلو کړو سزا ورکړي. په دغه صورت کې بیا څوک د وسلې په قاچاق لاس نه‌پورې کوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار کوي چې، د وسلو پېر، پلور او د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت لپاره لومړیتوب لري، کشفي او استخباراتي برخې مکلفې دي، هغه کسان چې، داسې فعالیتونه کوي وپېژني، ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د پاکستان د ګمرک مسوولانو پاکستاني رسنیو ته ویلي و، په تورخم کې يې له افغانستانه دغه هېواد ته د څه باندې ۱۲۶ زره ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او مهمات نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه