د اطلاعاتو اوکلتور وزارت له هېواده د ۱۶۹ لرغونو اثارو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکوي.
ددغه وزارت ویاند وایي، دغه اثار فلزي او تاریخي اسناد دي او ټاکل شوې وه چې تیره ورځ د سپین بولدک له لارې له هیواده بهر قاچاق شي.
د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران زیاته کړه: تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور مسوولینو او کمیسارۍ د ۱۶۹ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کړی چې په دې کې ۱۳ قلمه فلزي اثار وو او پاتې نور تاریخي کتابونه او اسناد وو. اوس د کندهار کلتور ریاست ته سپارل شوي چې له ثبت وروسته به موزیم کې ځای پر ځای شي.
بلخوا، یو شمېر لرغونپوهان او فرهنګپال په هېواد کې د لرغونو اثارو پر اهمیت ټینګار کوي؛ خو وايي چې د لرغونو اثارو د قاچاق مخه باید ونیول شي.
د کوشاني نړۍوال څېړنیز مرکز رییس، کتاب خان فیضي وايي:"د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره باید د ځواکونو تشکیل زیات شي. که په هر ولایت کې وي او که په هر بندر کې وي، باید له قاچاقه یې مخنیوی وکړي."
بل خوا نن په زابل کې ۱۰۲ لرغونې سکې کشف شوې دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر طلوع نیوز ته ویلي، چې دغه تاریخي سکې په شاجوی ولسوالۍ کې له دریو کسانو ترلاسه شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه