Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهباز شریف: نړۍ دې افغان چارواکي د ټولګډوني حکومت جوړولو ته وهڅوي

د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۳مې سرمشریزه کې، له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، سرپرست حکومت دې په افغانستان کې د ټولګډوني سیاسي حکومت جوړولو ته وهڅوي.

ښاغلي شریف په دغې غونډه کې همداراز ویلي چې، پاکستان د یوه سوله‌ییز، ثبات لرونکي او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی او د دغه هېواد خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان لومړی وزیر په دې هکله وايي:«یو باثباته افغانستان نه یوازې مطلوب، بلکې له دې سترو فرصتونو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره اړین دی. نړۍواله ټولنه باید د سمدستي بشري مرستو پر وړاندې کولو سره مخ په وړاندې ولاړه شي، دواړو لورو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې، ټولګډونی حکومت ومني، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې، د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه‌کارول کېږي.

ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بیجینګ او اسلام‌اباد په یوه اعلامیه کې له سرپرست حکومت غوښتي چې، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«بیجینګ او اسلام‌اباد د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړین ګامونه پورته کړي؛ ځکه که ترهګري د بې‌ثباتۍ لامل شي، ټوله سیمه به وګواښي. همدارنګه یو ټولګډونی حکومت باید جوړ کړي.»

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دا خبره سمه نه‌ده او افغانستان هېڅکله ترهګر نه‌دی، د ټولګډوني حکومت په تړاو، موږ تل ویلي چې، ټولو ته په ځانګړې توګه واکدارانو ته وايوو، داسې حکومت او حکومتولي په کار ده چې، چې، ټولو ته د منلو وړ وي.»

د سیاسي چارو شنونکي سید اکبر اغا هم وویل:«په افغانستان باندې چې دا تورونه لګوم، دا بې‌ځایه دي؛ نو زه خپله دا تورنه اوس هم وایم چې، بهرنیان غواړي د دسیسې په بڼه، د ملت او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د شورا ۲۳مه غونډه د تلې په ۲۴مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته پیل شوه.
اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ښاغلي شریف په دغې غونډه کې ویلي چې، پاکستان د یوه سوله‌ییز، ثبات لرونکي او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی او د دغه هېواد خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي.

شریک یي کړئ