Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاناډايي قومندان: د افغانانو د وژنې قضیې له افشا سره له پوځ و ایستل شوم

د کاناډا د وسله والو ځواکونو یو پخوانی قومندان وايي، په افغانستان کې د جګړې پر مهال د کاناډايي ځواکونو له لوري د بې ګناه افغانانو د وژنې په تړاو له راپور ورکړې وروسته له ناعادلانه چلند سره مخ شوی دی.

د کاناډايي رسنیو د راپور لمخې، د کاناډا د پوځ دغه غړي زیاته کړې، کله یې چې، د ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ کلونو پورې د کاناډايي ځواکونو له لوري د بې ګناه افغانانو د وژنې په تړاو اطلاعات خپل قومندان ته ورکړل؛ نو  ورسره د دغه هېواد له پوځه واېستل شو.

د کاناډايي رسنیو د راپور یوه برخه وايي: (په دغه رپوټ کې راغلي چې لوپاژ په ۲۰۰۶ کال کې شاهد وو چې یو کاناډايي سرتیري پر یو ملکي وګړي پنځه ډزې وکړې.

لوپاژ وایي چې ددې وژنې په اړه یې خپل قوماندان ته خبر ورکړ، خو ادعا کوي چې کورنیو څېړنو دا تور جدي نه دی ګڼلی.)

د سیاسي چارو شنونکي، ادریس محمدي ځاځي ویلي: ضروري دا ده چې اسلامي امارت له دې ټولو ثبوتونو یوه دوسیه جوړه کړي او دا دوسیه په نړۍوالې محکمه کې رسماً درج کړي. څو د ټولو هېوادونو چې دلته یې ظلمونه او تاوتریخوالی کړی د هغوی لپاره یوه قضیه پرانیستل شي.

د ناټو تړون د غړو هېوادونو له هغې ډلې بریټانیا او اسټرالیا ځواکونه په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن دي او تر دې وړاندې ګارډین ورځپاڼې هم په یو رپوټ کې ویلي وو چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو کې په هلمند کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د ماموریت پر مهال لږ تر لږه ۸۰ افغانان ووژل شول.

په دې راپور کې دغه راز راغلي وو چې یوازې یو بریټانیايي سرتیري په هلمند کې د خپل شپږ میاشتني حضور پر مهال ۳۵ افغان وګړي وژلي دي.

د سیاسي چارو شنونکی، محمد اسلم دانشمل وايي: اوسنۍ واکمني او هغه ډاسپوره چې بهر کې رامنځته شوې ده او یا د هغوی ډول ډول ټولنې دي. هغوی باید د افغانانو غږ په نړۍ کې اوچت وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اسټرالیا دفاع وزارت هم د خپلو هغو پوځیانو د خدمت مډالونه بیرته اخیستي وو چې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن وو.

ګارډین ورځپاڼې هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو کې په هلمند کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د ماموریت پر مهال لږ تر لږه ۸۰ افغانان ووژل شول.

شریک یي کړئ